هلمند کې د صرافۍ پر یوه مارکېټ طالبانو ډله ییز برید کړی

هلمند د انځور حقوق FB
Image caption د هلمند امنیتي چارواکي وايي، بریدګر په ګرنېټو او د راکټ مرمیو سمبال وو

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت ګرشک ولسوال وايي، د جمعې پر سهار له هغو څلورو وسله والو ځانمرګو بریدګرو چې د دې ولسوالۍ بازار کې د صرافي یوه مارکېټ ته ننوتلي وو، د یوه کس مړی موندل شوی او درو نورو لټون روان دی.

ولسوال محمد اسمعیل خپلواک واييو اوس حالت عادي شوی او تېره شپه شاوخوا یوولس بجې عملیات پای ته ورسېدل.

دی وايي، قوماندو ځواکونو په دې عملیاتو کې ډېر رول درلود او د یوه بریدګر مړی یې هم دوی ته سپارلی.

وسله والو طالبانو ویلي، د صرافۍ پر مارکېټ د دوی اوو کسانو ډله ییز برید کړی، چې په وینا یې څلور کسان مارکېټ ته ننوتلي او درو نورو د ټانکونو په مټ چاودنې کړې.

طالبان وايي، دوه ځانمرګي بریدګر یې وژل شوي او پنځه نور په تېښته بریالي شوي.

وړاندې د ګرشک یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، له بریدګرو درې یې "وژل" شوي دي.

د جمعې په ورځ ناوخته یادې سرچینې وویل، یو بریدګر لاهم له امنیتي ځواکونو سره مقاومت کوي.

دغه بریدګر چې په لاسي بمونو او او راکټ مرمیو سمبالوو، د شپې دوې بجې ودانۍ ته ننوتلي وو.

ګرشک: کندهار-هرات لار پرانیستل شوې

هلمند: د ملي امنیت پر یوه مرکز موټر بم برید شوی

د هلمند اوونۍ: لومړۍ کرښه کې ژوند کول څنګه وي

کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، یاد مارکېټ کې تر ډېره د صرافۍ دوکانونه دي، خو هلته د نشه يي توکو کاروبار هم کېږي.

دغه مارکېټ د کندهار - هلمند له لویې لارې په څو کیلومترۍ کې پروت دی.

بل خوا، د ګرشک ولسوالۍ مرکزي روغتون وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړې له سیمې دوی ته څلور مړي او یوولس ټپیان وروړل شوي، چې دوه ملکي وګړي او دوه پولیس دي.

سرچینه وايي، وژل شوي دوه ملکیان موټرچلوونکي دي او دوه پولیس پر مارکېټ د بریدګرو په نښته کې وژل شوي.

د انځور حقوق FB
Image caption کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، یاد مارکېټ کې تر ډېره د صرافۍ دوکانونه دي، خو هلته د نشه يي توکو کاروبار هم کېږي.

په ټپیانو کې ولسي وګړي او پولیس هم شته، چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې هم د کابل کندهار لویې لارې له موټروانانو غوښتي ول، چې پر دغه لار تګ راتګ ونه کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب