حکمتیار: د اوسني نظام د نسکورولو "اجازه نه" ورکوو

حکمتیار
Image caption د حزب اسلامي مشر وویل په کور دننه او بهر یو شمېر کړۍ نه غواړي له حزب اسلامي سره د دولت شوې هوکړه پلې شي او د دوی بنديان خوشي شي.

د افغانستان له دولت سره د نوي پخلا شوي ګوند حزب اسلامي مشر وايي د افغانستان دولت د خپلو ژمنو خلاف د دغه ګوند یو شمېر غړي نيولي دي. ګلبدین حکمتيار په حکومت هم نيوکې وکړې خو تر څنګ یې هغوی ته هم خبرداری ورکړ چې د هغه په وینا له غیرقانوني او ناسالمو لارو حکومت چپه کړي.

ګلبدين حکمتيار د افغانستان په یو شمېر ګاونډیو هېوادونو هم نيوکې وکړې چې ګواکې د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې نه په شا کېږي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د نړيوالو رسنيو یوې خبري غونډې ته په خبرو کې د ملي وحدت په نامه د ایتلافي حکومت جوړېدل د هغه په وینا د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې تېروتنه وبلله او د دغه دولت پر کمزورۍ نيوکې وکړې.

نوموړي وویل داسې دولت چې ولسمشر يې ونه شي کولای یووالي بې ځایه کړي نه شي کولای افغانستان په اوسنيو حساسو شرایطو کې اداره کړی.

حکمتیار دغه راز پر ولسمشر نیوکه وکړه چې له هغوی سره خپله کړې ژمنه چې د یاد ګوند کسان به د پوځي او سياسي فعاليتونو په تور نه نیسي ماته کړې ده.

د حزب اسلامي مشر وویل په کور دننه او بهر یو شمېر کړۍ نه غواړي له حزب اسلامي سره د دولت شوې هوکړه پلې شي او د دوی بنديان خوشي شي.

د بهرنیو ځواکونو ډېرېدل

هغه په ورته وخت کې د اوسني حکومت ملاتړ هم اړين وباله او ويې ویل سره له دې چې د هغه په وینا دغه حکومت د غلو او غاصبينو په مجازات کولو کې پاتې راغلی، خو بیا به هم اجازه ورنکړي چې څوک دا نظام - چې بديل يې نشته - له غیرقانوني او ناسالمو لارو کمزوری يا بدل کړي.

د اسلامي ګوند مشر په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو ډېرېدل حل لاره ونه بلله او ويې ویل ناټو هم د پخواني شوروي ناکامه تجربه تکراروي.

د هغه په وینا ناټو هغه جنګي ځواکونه کاروي چې پخواني شوروي ترې کار اخیستی و او هغه ته ورته تګلاره پر مخ وړي.

هغه زیاته کړه ناټو په هغو لورو تکیه کړې چې د ایران او روسيې ملاتړ ورسره دی. هغه حتی د امنيتي ځواکونو له خوا د وسلو پلورل او د ښارونو پرېښودل هم د هغه په اند له دغه حقیت سره وتړل.

پر ایران نیوکه

د حزب اسلامي مشر د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته وویل ځينې هېوادونه په ځانګړې توګه هغه چې له امریکا سره په سيمه او نړۍ کې سيالي کوي په روانو ناامنیو کې خپله ګټه ګوري.

هغه دغه راز په لوېدیځ ګاونډي ایران هم نيوکې وکړې چې پوځي چارواکي يې ادعا کوي چې افغانستان د ځمکې او هوا له لارې څاري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکمتیار وویل، دولت هم په جدي ډول نه دي غوښتي چې له هغو ډلو سره جګړه پرې تپل شوې، سوله وکړي.

ښاغلي حکمتيار له طالبانو سره د سولې په تړاو د خپلو هڅو خبر ورکړ، خو طالبان يې په دوه برخو ووېشل، یوه هغه برخه چې د هغه په وینا جګړه پرې تپل شوې او بله هغه ډله چې خپله غواړي د پرديو ګټو ته کار وکړي.

د هغه په وینا، دولت هم په جدي ډول نه دي غوښتي چې له هغو ډلو سره جګړه پرې تپل شوې، سوله وکړي.

نوموړي دغه راز وویل، په نظام او را روانو پارلماني ټاکنو کې ګډون کوي، خو لا هم جوته نه ده چې په کوم ډول به د ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون وکړي.

ورته مطالب