پرېکنده ماموریت: د عامه نظم بریدګر سرتېری مو وژلی

افغانستان کې رومانیايي سرتېري د انځور حقوق @Resolute Support‏
Image caption برید د روزنې پرمهال پر رومانیایي سرتېرو شو

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پرېکنده ماموریت ویلي، د ناټو سلاکارانو د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه یو بریدګر په ډزو وژلی دی.

دغو ځواکونو پر ټویټر یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، د عامه نظم پولیسو یوه سرتېري غوښتل پر بهرنیو ځواکونو برید وکړي، خو رومانیايي پوځيانو، چې د روزنې سربېره یې د مشورې او همکارۍ دنده مخته وړله، په وسلې سمبال کس وواژه.

سرچینه وايي، د دوی ځواکونه کندهار کې د افغان ځواکونو روزنه کوي.

د پرېکنده ماموریت خبرپاڼه کې ویل شوي، یو رومانیایی سرتېری د ځان د دفاع پرمهال ټپي شوی دی.

سرچینه زیاتوي، په برید کې د نظم عامه یو بل پولیس ټپي شوی او درملنه یې کېږي.

اوس د پېښې په اړه پلټنه روانه ده.

کندهار کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی

بلخ کې افغان سرتېري ' اووه امریکايي سرتېري' ټپیان کړي

د هلمند 'زرغون پر آبي' برید کې د ناټو دوه پوځيان وژل شوي

په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو پرضد د حکومت مخالفو وسله والو بریدونه ډېر شوي.

څو ورځې وړاندې کندهار کې د پرېکنده ماموریت پوځيانو پر یوه کاروان ځانمرګی برید وشو، چې مرګ ژوبله یې هم لرله.

د اګست پر څلورمه پرېکنده ماموریت ځواکونو ویلي وو، د کابل قرباغ ولسوالۍ کې د جورجیا یو سرتېری د تېرې پنجشبنې په ماښام ځانمرګي برید کې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

په یاد برید کې دوه افغان ولسي وګړي هم وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي وو.

ورته مطالب