ګرشک نښته له ۲۰ ساعتونو وروسته پای ته رسېدلې

هلمند د انځور حقوق .
Image caption د طالبانو یوې سرچینې ویلي و، د برید موخه د کندهار او هرات تر منځ د لویې لارې تړل دي.

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پر یوه پوځي مرکز د وسلوالو برید تر ۲۰ ساعتونو وروسته د وروستي بریدکونکي وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی. په ګرشک ولسوالۍ کي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وسلوالو په بریدونو کې څلور تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه نښته د دوو ملکي کسانو، دوو پولیس سرتېرو او بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلې.

امنیتي چارواکو تېره ورځ (اګست څلورمه) ویلي و، چې دغه برید څلورو بریدګرو کړی و، خو کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي، نن چارواکو له ودانۍ څخه یوازې د یوه کس مړی را ایستلی دی.

ګرشک: کندهار-هرات لار پرانیستل شوې

هلمند بمباري: امریکايي ځواکونو بښنه غوښتې

د جمعې پر ورځ ګهیځ وختي په ګرشک کې بریدګر د صرافانو اړوند یوې ودانۍ ته وختل او له هغه ځای یې پر یوه څېرمه ودانۍ برید پیل کړ.

د ځايي چارواکو په وینا دغه برید د شپې نژدې درې بجې د بریدګرو وژل کېدو سره پای ته ورسېد. د هلمند والي ویاند عمر ځواک ویلي:

''د بریدګرو شمېر معلوم نه دی، خو د شپې ناوخته نژدې درې بجې امنیتي ځواکونو دغه برید ګر له منځه یووړل او برید پای ته ورسېد. ''

د هلمند صرافانو ټولنې مشر حاجي عتیق الله بي بي سي ته وویل، ودانۍ کې د دوی پیسو او نورو مالونو ته زیان نه دی اوښتی، خو د جګړې له کبله خپله ودانۍ ته زیان اوښتی دی.

نوموړی وايي بریدګر څلور تنه وو.

''پرون سهار وختي څلور کسان چې د ملي امنیت یونیفورم یې اغوستي وو، یوه موټر کې ودانۍ ته راغلل او له برید مخکې یې پر قلفونو ډزې وکړې، د مارکیټ ساتونکو ته یې ویلي، موږ د ملي امنیت سرتېري یو، له دې ځایه وتښتئ، دلته طالبان راځي ''

د ګرشک ولسوال محمد سلیم رودي ویلي، بریدګر څلور کسان وو:

''بریدګر څلور کسان وو، چې یو یې وژل شوی او مړی یې دلته پاتې و. کومانډو ځواکونو د دغو عملیاتو مسوولیت پر غاړه اخیستی و، دوی نژدې یوه بجه موږ ته وویل، چې غواړي ودانۍ ته ننوځي، کله چې موږ ورسره یو ځای ننوتو، دغه یو مړی په دغه ځای کې پروت و. ''

تر اوسه معلومه نه ده، چې درې نور بریدګر تښتېدلي او که یې مړي ځانګړو ځواکونو لېږدولي دي او که له پیله د بریدګرو شمېر کې تېروتنه شوې. خو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې چارواکو له پیله د بریدګرو شمېر کې تېروتنه کړې او یوازې یو کس و، چې په تکتیکي توګه یې جګړه کوله.

د انځور حقوق .

د صرافۍ دا څو پوړیزه ودانۍ پر هرات - کندهار لویه لار پرته ده او د برید له امله دغه لار تړلې وه. خو وروسته امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دغه لار د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پرون د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي و، چې څلور ځانمرګي د افغان ځواکونو فرقې سره نژدې د صرافۍ څلور پوړیزه ودانۍ ته ختلي دي او موخه یې د کابل- کندهار لویې لارې بندول دي.

وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې هم د کابل کندهار لویې لارې له موټروانانو غوښتي ول، چې پر دغه لار تګ راتګ ونه کړي.

دا لار د یوې ورځې لپاره تړلې وه، خو د چهارشنبې په ورځ بېرته پرانیستل شوه.

اړونده مطالب

ورته مطالب