حکمتیار: د اوسني نظام د نسکورولو "اجازه نه" ورکوو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حکمتیار: د اوسني نظام د نسکورولو "اجازه نه" ورکوو

د افغانستان له دولت سره د نوي پخلا شوي ګوند حزب اسلامي مشر وايي د افغانستان دولت د خپلو ژمنو خلاف د دغه ګوند یو شمېر غړي نيولي دي. ګلبدین حکمتيار په حکومت هم نيوکې وکړې خو تر څنګ یې هغوی ته هم خبرداری ورکړ چې د هغه په وینا له غیرقانوني او ناسالمو لارو حکومت چپه کړي. ګلبدين حکمتيار د افغانستان په یو شمېر ګاونډیو هېوادونو هم نيوکې وکړې چې ګواکې د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې نه په شا کېږي.