"کابل کې د سعودي شارژدافیر: د طالبانو سیاسي دفتر له سیاسي چوکاټه وتلی"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
مشاري بن مزعل الحربي

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت په قطر کې د طالبانو له سياسي دفتر سره مخالفت وکړ.

په کابل کې د سعودي عربستان شارژدافیر مشاري بن مزعل الحربي بي بي سي ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د سياسي فضا له چوکاټه بهر دی او تر ډېره له بهرنۍ نړۍ سره د طالبانو اړيکې تأمينوي:

"په حقیقت کې قطر د طالبانو تحریک د سیاسي دفتر کوربه دی، دا کوربه توب د فضا له سیاسي چوکاټه وتلی او قطر طالبانو ته له بهرنۍ نړۍ سره د اړیکې او معاملو او د تمویل لار چمتو کوي، تمویل یې له قطر څخه راځي او په نړیواله کچه د ترهګرۍ پالونکي ایران له لارې تېرېږي، موږ باوري یو چې د خبرو او سیاسي چوکاټ د ننه د قطر دولت د طالبانو ډېری مالي ملاتړ کې ښکېل دی."

په ورته وخت کې، په وروستيو کې نیويارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې له طالبانو د ایران له ورځ تر بلې ډېرېدونکي ملاتړ څخه پرده پورته کړې وه او ليکلي يې وو چې ایران په هغه هېواد کې له مېشتو سني مذهبه کډوالو په استفادې سره په طالبانو کې غځونې کړې او هغوی ته مالي ملاتړ ورکوي.

سعودي عربستان په داسې حال کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مخالفت کوي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ګوته په شمېر هېوادونو له ډلې و چې د هغوی واکمني يې په رسميت پېژندلې وه.

وسله والو طالبانو د سعودي عربستان د شاژدافیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، له سعودي عربستانه یې هیله دا ده چې د افغانستان د مسلې په حل او د اشغال په پای ته رسولو کې کارنده رول ولوبوي. وسله والو طالبانو پخپله خبرپاڼه کې چې نن دوشنبه د اګسټ ۷مه رسنیو ته استول شوې، ویلي، په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر یوازې د افغانستان د مسلې د سیاسي حل لپاره دی.

اشرف غني: که طالبان سوله نه کوي، د قطر دفتر دې وتړل شي

د مالیو اخیستو عربستان کې افغانان اندېښمن کړي

طالبانو د قطر دفتر په موقت ډول تړلی

ښاغلي الحربي د افغان سولې په تړاو وویل، سعودي پاچا او افغان ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ د سولې د هڅو ګډه همکاري موجوده ده:

"سعودي عربستان په ښکاره له افغان حکومت سره په ګډه د حکومت له وسله والو مخالفانو سره د سولې د بهیر ملاتړ کوي او د سولې ته د رسېدو په لور ګام په ګام له افغان دولت سره په ګډه کار کوي."

کله چې له نوموړي د طالبانو په تړاو د سعودي عربستان د رسمي دریځ په اړه وپوښتل شول، د نوموړي ځواب دا و چې حکومت یې طالبانو ته د حکومت ضد ترهګرې ډلې په سترګه ګوري:

"سعودي عربستان طالبانو ته اوسمهال د حکومت ضد یوې مخالفې او ترهګرې ډلې په سترګه ګوري او همدا اوس د سعودي عربستان رسمي دریځ دی".

نوموړي وویل، د سعودي عربستان پاچا او د افغانستان ولسمشر ترمنځ د اړیکو د ښه والي ښه نیت دی.

سعودي عربستان اوافغانستان اوږده تاریخي اړیکي لري او افغانستان ته د یوه اسلامي هېواد په توګه اسیا کې یو ستراتیژیک موقعیت لرونکی هېواد په سترګه ګوري.

نوموړي څو ورځې وړاندې کابل کې د عراق پر سفارت برید یو ترهګریز برید وباله او د متحده عربي اماراتو پر سفیر او نورو دیپلوماتانو یې هم برید وغانده.

Image caption کابل کې د سعودي عربستان شارژدافیر وویل، د طالبانو پر وړاندې يې د ریاض دريځ دا دی چې طالبان د افغان دولت مخالفین او ورانکاري دي.

د ځینو شمېرو له مخې، سعودي عربستان کې د درو سوو او شپږو سوو زرو ترمنځ افغانان ژوند او کار کوي.

د سعودي شارژدافیر وايي، سعودي غواړي هلته د مېشتو افغانانو او کارګرو د برېښنايي پاسپورټونو ستونزې هوارې شي:

"دواړه هېوادونه د خپلو سفارتونو له لارې په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان کارګرو د هر راز ستونزو د حل لپاره کار کوي، د پاسپورټونو د نوي کولو او برېښنايي پاسپورټونو عاملو په هڅه کې دي، همداشان له افغانستان نه سعودي عربستان د بازارموندنې په اړه هلې ځلې روانې دي، چې دا مهال دواړه هېوادونه د څېړنې په حال کې دي."

ورته مطالب