افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو نژدې ۱۷ زره پېښې ثبت شوې دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان کې بشري سرغړونې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي په تېر ۱۳۹۵ لمریز کال کې دوی د بشري حقونو د سرغړونو نژدې ۱۷ زره پېښې ثبت کړې دي.

په دغو پېښو کې ملکي مرګ ژوبله، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، ربړونه، روغتیایي خدمتونو او زده کړو ته نه لاسرسی، بېکاري او ورته نورې ستونزې شاملې دي.

د بشري حقونو خپلواک کميسيون د ماشومانو وضعیت هم د تېر په څېر د اندېښنې وړ ښودلی او ويلي يې دي چې ماشومان لا هم د بچه بازۍ ښکار دي او په جګړو او ځانوژونکو بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۵ لمریز کال عمومي بشري وضعیت په اړه راپور کې وايي په دې کال کې یې د بشري حقونو د سرغړونې ټول ټال ۱۶۷۶۵ پیښې ثبت کړي چې د دغو سرغړونو ډېره برخه یعنې ۱۰۶۰۸هغه یې ملکي مرګ ژوبله ده.

نوی خپور شوی راپور ښيي چې د ۱۳۹۴ کال پرتله په ۹۵ کې ملکي مرګ ژوبله له ۱۲ سلنو ډېره زياته شوې ده. راپور د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هم د ۹۴ کال پرتله په ۹۵ کال کې له ۸ سلنو زیات ښيي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اجرائیه مشر موسی محمودي وایي، دوی روان بشري وضعیت ته په کتو حکومت ته سپارښتنې هم کړې دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
درې ميليونه افغان ماشومان ښوونځيو ته نه شي تلی

نوموړی وايي، "زموږ اروزنې ښيي چې ۱۳۹۵ کال له بشري پلوه ښه کال نه و. په دې کال کې د ژوند، زده کړو او روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسی او د کار حقونه ښه نه وو خوندي شوي په دغه بشري سرغړونو کې حکومت او هم وسله والو مخالفيونو برخه لرله".

په راپور کې د یو شمېر نورو بشري ناخوالو یادونه هم شوې چې په ځینو کې د وړم کال پرتله کمښت او په ځینو برخو کې ډیروالي لیدل کېږي.

کمیسیون په ۱۳۹۵ کال کې د بشري حقونو د نقض ۵۸۲ ځانګړې پېښې ثبت کړي چې ورته پېښې په وړم کال کې یو څه زیاتې، یعنې ۶۷۷ وې.

په راپور کې د زده کړو او روغتیایي خدمتونو وضعیت هم ستونزمن یاد شوی او ویل شوي چې یو شمېر کسان لاهم له روغتیایي خدمتونو او زده کړو بې برخې دي، خو په دې برخه کې کره شمېرې نه دي په ګوته شوي.

په توقیف ځایونو کې ربړونه، صحرایي محکمې، بې کاري او د بیان ازادۍ پر وړاندې خنډونه نورې ستونزې دي چې په راپور کې ورته اشاره شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، د بشري حقونو د سرغړونې ډېری عاملین وسله وال مخالفین دي، خو ژمنه کوي چې دوی به هم په دغه راپور کې د یادو شویو ستونزو هواري ته کار کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بشري حقونو کميسيون وايي په افغانستان کې د ماشومانو حالت ناوړه ده

د ښاغلي مينه پال په وينا "د افغانستان دښمنان په جوماتونو کې ځانمرګي بريدونه کوي، په ښارونو کې چاودنې کوي د ترهګرو له لاسه په سیمه کې معارف وضعيت خراب دی د دوی له لاسه خلک روغتيايي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري".

نوموړی زياتوي چې حکومت ته د منسوبو شویو ستونزو هواري ته به کار کوي.

په افغانستان کې بشري سرغړونې تر ډېره د قانون د نه حاکمیت او د روانو جنګ جګړو له امله دي. که څه هم بېلابېلو بشري بنسټونو د جګړو له ښکېلو خواوو غوښتي چې د عامو خلکو ژوند او اسانتیاوو ته پام وکړي، خو لا هم د تاوتریخوالي ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب