"مرستندوی ځواکونه لا هم میرزا اولنګ ته نه دي رسېدلي"

ر د انځور حقوق SARIPUL MEDIA
Image caption میرزا اولنګ ستراتیژیکه سیمه ده.

د افغانستان شمال کې د سرپل د والي ویاند وايي، له پرلپسې غوښتنې سره سره تازه دم سرتېري لا هم دغه ولایت ته نه دي رسېدلي.

ذبیح الله اماني بي بي سي ته ویل، وسلوالو طالبانو او داعش د یکشنبې په ورځ په میرزا اولنګ کې ۵۲ ولسي وګړي "په بوږنوونکي ډول" ووژل.

د هغه په خبره، وسلوال چې دې سیمې ته ننوتل، خلک یې له کورونو وباسل، له ځینو یې سرونه پرېکړل، نور یې له غرونو وغورځول او پاتې یې په ډزو ووژل.

د سرپل د والي ویاند زیاتوي چې د قربانیانو مړي لا هم د پېښې په ځای کې دي او وسلوالو یې د ښخولو اجازه نه ده ور کړې.

ذبیح الله اماني وايي، میرزا اولنګ کې نږدې ۱۵۰ کورنۍ اوسېدلې چې د جګړې په بهیر کې ځینې کډه شوې او نورې لا هم "د بندیانو په ډول" د وسلوالو په کنټرول کې دي.

هغه زیاتوي چې ځايي امنیتي او دفاعي ځواکونه نږدې ۴۸ ګړۍ وجنګېدل، خو له ماتې وروسته له سیمې ووتل.

* د کندوز جګړه

* هلمند کې د طالبانو او حکومت جګړه

* غور او فاریاب ولایتونو کې دوې ولسوالۍ طالبانو نیولې

د هغه په خبره، په دې سیمه کې څلور امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

ښاغلی اماني زیاتوي چې ځايي چارواکو په ځلونو له مرکزي حکومت سیمې ته د تازه دم سرتېرو د استولو غوښتنه وکړه، خو تراوسه کوم سرتېری نه دی ور لېږل شوی.

په کابل کې چارواکو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د سرپل د والي ویاند وايي، د طالبانو او داعش وسلوالو پر میرزا اولنګ همغږی برید وکړ، خو تراوسه معلومه نه ده چې څنګه دا دواړه ډلې سره یو شوې او پر سیمه یې برید وکړ.

د ذبیح الله اماني په خبره، د دې دواړو ډلو دا وسلوال د غور، فاریاب، بادغېس او جوزجان ځايي اوسېدونکي دي او پر میرزا اولنګ د برید لپاره سره یو ځای شوي دي.

د هغه په اند، ښايي په دې وسلوالو کې بهرنیان په تېره د ازبکستان اسلامي غوځنګ غړي هم وي، خو تراوسه یې کره شمېر نه لري.

طالبان څه وايي؟

د انځور حقوق .

له دې مخکې د طالبانو او داعش ترمنځ د افغانستان په ځینې سیمو کې د سخت اختلاف رپوټونه خپاره شوي، خو د سرپل د والي ویاند وايي، چې په میرزا اولنګ جګړه کې دوی سره یو شوي دي.

وسلوالو طالبانو د افغان چارواکو د دې څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې "د ولسي پاڅون" په نوم یې د حکومت پلوه ځواکونو ۲۸ غړي وژلي، خو ولسي وګړو ته یې کوم زیان نه دی اړولی.

ځینې نورې سرچینې وايي، هغه ولسي وګړي چې له وېرې له کورنو وتلي او ګاونډیو سیمو ته تللي خوراک، پوښاک او سرپنا ته اړتیا لري.

میرزا اولنګ ستراتیژیکه سیمه ده چې صیاد ولسوالۍ ته د تګ لار برابروي او صیاد خپله د ولایت د مرکز سرپل ښار دروازه بلل کېږي.

میرزا اولنګ د سرپل ښار په ۲۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده.

له دې پېښې مخکې د افغانستان په شمال کې د خواله رسنیو کارنو په دې سیمه کې د بدې پېښې د رامنځ کېدلو خبرداری ور کړی و.

ورته مطالب