افغان ځواکونو د جاني خېل ولسوالۍ مرکز بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي

ر د انځور حقوق Paktia Media Centre
Image caption افغان ځواکونه وايي د ولسوالۍ له مرکز یې یو کیلومتر شاتګ کړی دی.

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، نن ماسپښین شاوخوا درې نیمې بجې د جانیخیلو ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هوایي بریدونه شوي او د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره افغان ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي، تراوسه په جګړه کې د امنیتي ځواک دوه کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. د جاني خېلو نښته کې د دغې ولسوالۍ امنیه قومندان هم برسېرن ټپی شوی دی. د پکتیا چارواکي ادعا کوي چې دغه نښته کې نژدې ۶۰ طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

د وسله والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د افغان حکومتي ځواک ۱۸ کسان یې وژلي دي او د ولسوالۍ ولکه یې خپله کړې ده.

له دې مخکې د پکتیا امنیتي چارواکو ویلي و، چې د وسلوالو طالبانو د توپونو او درنو وسلو له سختو ډزو وروسته یې د جاني خېل ولسوالۍ له مرکز او ښارګوټي یو کیلومتر تکتیکي شاه تګ کړی دی.

د پکتیا امنیه قومندان توریالي عبدیاني نن سهار بي بي سي ته وویل:

"تېر ماښام اوه بجې مو له ښارګوټي او د ولسوالۍ له مقر یو کیلو متر په شاه تګ وکړ،د ولسوالۍ بازار کې ګڼه ګوڼه ده وسلوالو مخالفینو د درنو وسلو ډزې کولې، د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره مو دا تکتیک وکړ".

ده وویل، د تېرې ورځې په جکړه کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي او پنځلس وسلوال طالبان یې هم وژلي دي.

* د پکتیا جاني خېل ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض خبرونه

* د پکتیا جانیخېلو جګړه کې ولسي وګړي د 'پاڼ او پړانګ' ترمنځ بند پاتې دي

ښاغلی عبدیانی زیاتوي، چې د وسلوالو مخالفینو یو شمېر درنې وسلې یې له منځه وړې او د جاني خیل ولسوالۍ ودانۍ د بیا نیولو لپاره به نن ورځ یو ځل بیا پوځي عمالیات پيل کړي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل تېره شپه تایید کړه، چې د دې ولسوالۍ وداني یو ځل بیا د وسلوالو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

ښاغلي منګل وویل: "تراوسه لس امنیتي سرتیري او تر ۲۰ پورې طالبان مرګ ژوبله لري".

چارواکي وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې په راونه جکړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسلوالو طالبانو تېره ورځ وویل، چې جاني خېل ولسوالي یې له افغان ځواکونو نیولې ده.

د انځور حقوق Paktia Media Centre
Image caption افغان پوځ تېره جمعه دا ولسوالي له طالبانو نیولې وه.

نږدې شل ورځې مخکې وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ مرکز ونیو، خو افغان ځواکونو تېره جمعه بیا پر دغه ولسوالۍ ولکه وکړه.

جاني خیل د مرکز ګردیز په ختیځ کې غرنۍ ولسوالي ده.

دغه ولسوالي تېر کال هم طالبانو نیولې وه، خو وروسته بیا د افغان ځواکونو لاس ته ولوېده.

ورته مطالب