افغانستان: لویې څارنوالۍ پخوانی وزیر بې ګناه بللی

د انځور حقوق MCIT
Image caption ښاغلی وحیدي وایي، پرده پورې شویو تورونو سیاسي لاملونه درلودل

د افغانستان لویې څارنوالۍ له شپږ میاشتنیو څېړنو او پلټنو وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي بې ګنا بللی.

پر ښاغلي وحیدي تور پورې شوی و چې په وزارت کې یې په خپل سر ګومارنې کړې او د مبایل ټیلفونونو د لګښت ۱۰ سلنه مالیه کې یې ځان ته پیسې وهلي دي.

خپله ښاغلی وحیدي بیا وایي، پرده پورې شویو تورونو سیاسي لاملونه درلودل او ټوله هڅه دا وه، چې څوکۍ ترې واخیستل شي. نوموړي بي بي سي ته وویل:

''ډېره روښانه ده، پرون د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ نوی سرپرست وزیر معرفي کېږي او نن ماته براات راکول کېږي، نو له دې معلومېږي، چې هدف شخصاً زه نه وم، بلکې موخه وزارت و، ځکه وزارت په یوې ډلې پورې اړه لري او دغې ډلې غوښتل وزارت لاسته راوړي، ښايي د دوی لپاره لنډه لاره همدغه وه. ''

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر دنده "وځنډول" شوه

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر: د سیاسي لوبې قرباني شوی یم

که څه هم لویې څارنوالۍ له خپله اړخه په رسمي ډول دغه خبر نه دی خپور کړی، خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د لویې څارنوالۍ له قوله دغه خبره په یوې اعلامیه کې کړې ده.

دغه پخوانی وزیر وايي، د حیثیت د اعادې غوښتنه نه کوي، خو په خبره یې له حکومته غواړي چې د فساد اصلي عاملین ومومي او قانوني چلند ورسره وکړي. عبدالرزاق وحیدي په داسې حال کې بې ګنا پيژندل کېږي چې ولسمشرۍ ماڼۍ تېره ورځ شهزاد اریوبي د مخابراتو وزارت د نوماند وزیر په توګه معرفي کړ.

اړونده مطالب

ورته مطالب