امريکا ولې په افغانستان کې پاتې راغلې؟

د امریکا پخوانی سفیر وايي د ولسمشر بوش اداره په دې فکر وه چې گواکې يوۀ پوځ ته اړتيا نه شته د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا پخوانی سفیر وايي د ولسمشر بوش اداره په دې فکر وه چې گواکې يوۀ پوځ ته اړتيا نه شته

امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼې "امريکا په افغانستان کې بيا بيا ناکامه شوې" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې.

د مطلب ليکوال د افغانستان لپاره د امريکا پخوانى سفير رونالد نيومن دى چې وايي د هېواد افغان تگلاره يې په دې ټوله وه چې د القاعدې، طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د جگړې جوگه افغان پوځ جوړ کړي او بيا خپل ځواکونه تر ډېره له دغه هېواده وباسي.

ليکوال وايي خو اوس له ١٦ کلونو وروسته د ډېرو هغو خلکو دا انگېرنه حيرانونکې نه ده چې وايي د امريکا تگلاره پاتې راغلې.

خو ليکوال په دې باور دى چې دا تگلاره له سره پلې نه شوه.

ليکوال وايي د ولسمشر بوش اداره په دې فکر وه چې گواکې دغه راز يوۀ پوځ ته اړتيا نه شته، او د اوباما ادارې نه يواځې دا چې خپله تگلاره پلې نه کړه چې د بشپړې ناکامۍ د مخنيوي لپاره يې سرچينې هم په نه زړه برابرې کړې.

مطلب وايي ولسمشر ټرمپ هم د ناکافي سرچينو د زياتولو هڅه نه ده کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ليکوال وايي د اوسني ٣٥٢ کسيز افغان ځواک جوړولو پرېکړه په ٢٠٠٩ م کال کې وشوه

ښاغلى نيومن ليکلي "طالبانو سره د جگړې جوگه پوځ جوړولو تگلاره اصلا" شپږ کاله وړاندې پيل شوه خو د پلي کېدو لړۍ يې پس له څلورو کلونو کمزورې شوه.

دغه پخوانى امريکايى سفير وايي کله چې په ٢٠٠٧ م کال کې يې افغانستان پرېښود، د ٢١٦ زره کسيز پوځ جوړولو ژمنه نه وه پوره شوې او هغه گواښنې يې هم له پامه غورځول شوې وې چې جگړه به لا تونده شي.

ټېلرسن: ټرمپ د افغانستان په اړه سختې پوښتنې کوي

" پاکستان ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صبر کاسه ډکه شوې"

مک‌ماسـټر: له طالبانو د پاکستان ملاتړ د زغم نه دی

ليکوال وايي د اوسني ٣٥٢ کسيز افغان ځواک جوړولو پرېکړه په ٢٠٠٩ م کال کې وشوه او عملي کار يې بيا هم د مالي سمبالښت له امله تر يوه کاله پيل نه شو.

دغه امريکايي سفير د ولسمشر اوباما له لوري د ځواکونو د اېستلو اعلان، د هوايي ملاتړ ځنډول، او د سپينې ماڼۍ دا وينا چې گواکې امريکا له طالبانو سره په جگړه کې نه ده، تېروتنې بولي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لیکوال د سپينې ماڼۍ دا وينا چې گواکې امريکا له طالبانو سره په جگړه کې نه ده، تېروتنې بولي.

نوموړي امريکايي قومندانان هم گرم بولي چې د سياسي تېروتنو پر وړاندې يې ټينگ مقاومت نه دى کړى، او افغان حکومت هم ملامتوي چې په پوځي گومارنو کې يې سياسي پرېکړې کړي.

ليکوال وايي د شويو تېروتنو د سمونې هڅې آن که خورا گړندۍ هم وي پايلې به يې ايله له يوۀ کال وروسته د جگړې په ډگر کې تر سترگو شي.

خو په وينا يې د سمونو څرنگوالى جدي بحث ته اړتيا لري او په دې بايد خبرې وشي چې په افغانستان کې وړاندې څه آزمايل شوي او څه نه دي شوي.

پر بي بي سي پښتو فیسبوک ستاسې ځینې نظرونه

ميوند اتل:

امريکا په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره جګړه کوي، ځکه پاتې راغلې ده. که امريکا وغوړاړي په يوه مياشت کې په افغانستان کې امنيت راوستلی شي. خو امریکا غواړي چې افغانستان کې داعش ته ځای ورکړي او ايران او روسيې ته ګواښ پيدا کړي. اوس روسيه په دې خبره پوه شوې ده او روسيه د طالبانو ملاتړ کوي او ايران هم غواړي چې طالبانو ملاتړ وکړي. په اخر کې به روسيه هم په افغانستان کې لاسوهنه کوي لکه په سوريه کې چې څنګه وکړه. دا جنګ به اوس نور هم زور اخلي.

حسين پريم:

په اصل کې امريکا روسيې او ايران ته ګواښ رامنځته غواړي او په افغانستان کې د امريکا په څېر ازاد ماحول جوړول غواړي.

ديندار احمد:

امريکا که چېرې د عدل او انصاف لپاره کار وکړي، نو هر څه به ډېر ژر سم شي خو امریکا په بې انصافۍ روانه ده ځکه هر څه دوی خراب کړي دي. لوی لامل يې دوی دي.

روحاني سردار:

دوی اصلي اجنډا چې لرله هغه يې استعمال کړه. دوی پر ځای د دې چې په افغانستان کې د سولې امن او رغونې لپاره کار وکړي دوی ورانونې، وژنلې، ربړونې، نيونې او بې موجبه زنداني کولو ته مټې بډ وهلې نو ولس مجبور دی چې داسې يو زور ته پناه يوسې چې د همدې مغرور دوکه باز ماغزه ساړه کړي.

محمد ظاهر احمدي:

پاته نه ده راغلې هر وخت چې خپل هدف ته ۱۰۰ فيصده ورسېږي نو لکه چې بې اجازې راغلي وو بې اجازې به ولاړ شي.

ورته مطالب