په میرزا اولنګ کې د طالبانو ضد عملیات پیل شول

ر د انځور حقوق د سرپل مطبوعاتي دفتر
Image caption میرزا اولنګ چې صیاد ته د تللو لار او صیاد مرکز ته د تللو لار ده.

د افغانستان شمال کې د سرپل د والي ویاند وايي، د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کې د وسلوالو طالبانو پرضد پوځي عملیات پیل شول.

ذبیح الله اماني د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، دا هوايي او ځمکني عملیات تېره شپه پیل شول او تراوسه پکې له وسلوالو طالبانو دوه پوستې بېرته نیول شوې دي.

د هغه په خبره، په دې عملیاتو کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو تراوسه یې کره شمېره نه لري.

* "په سرپل کې طالبانو او داعش لاس سره یو کړی"

* ''وسله والو طالبانو سرپل کې ۲۳۵ ملکي کسان خوشي کړي''

دا عملیات نږدې یوه اونۍ له هغه وروسته پیلېږي چې وسلوالو طالبانو دا ستراتیژیکه سیمه ونیوله او پکې یې د ځايي چارواکو په خبره، ۵۲ ولسي وګړي ووژل.

وسلوال طالبان د ولسي وګړو وژنه د حکومت "تبلیغ" بولي او وايي، د "ولسي پاڅون" ۲۸ وسلوال یې وژلي دي.

ولسي پاڅون له ځايي خلکو جوړ دی چې د وسلوالو په مقابل کې له خپل ځان دفاع کوي.

په افغان خواله رسنیو کې پر حکومت د دې عملیاتو د ځنډېدلو له امله سخت فشار و، ښايي همدا لامل و، چې درې ورځې مخکې ولسمشر غني وویل، د میرزا اولنګ "د ټولوژنې" غچ اخلي.

د میرزا اولنګ خلک څه وايي؟

د انځور حقوق د سرپل مطبوعاتي دفتر
Image caption د میرزا اولنګ خلک وايي، دا عملیات له هغه وروسته پلانېږي چې دوی هرڅه له لاسه ور کړل.

د میرزا اولنګ ځینې بې ځایه شويو - چې د سرپل مرکز سرپل ښار ته کوچېدلي- بي بي سي ته یې ویلي، دا عملیات هغه مهال پلان شول چې ولس هرڅه له لاسه ور کړل.

د میرزا اولنګ یو بوډا وايي، که دا عملیات یوازې د سیمې تر نیولو پورې وي، نو ستونزه نه اورېږي.

د هغه په خبره، وسلوالو طالبانو په کوهستانات ولسوالۍ کې پیاوړي مرکزونه جوړ کړي او له هغه ځای بیا هم میرزا اولنګ ګواښلی شي.

* سرپل کې د طالبانو ضد چاڼیز عملیات کېږي

* امنیتي چارواکي: سرپل کې لسګونه مخالف وسله وال وژل شوي

ځايي سرچینې وايي، طالبانو تېر دوه کلونه ډېره هڅه وکړه چې د میرزا اولنګ له لارې صیاد ولسوالي ته ننوځي، خو ولسي پاڅونوال یې خنډ وو.

میرزا اولنګ خپله هم د صیاد ولسوالۍ برخه ده.

ځايي سرچینو بي بي سي ته ویلي، د وسلوالو طالبانو په لاس د ځايي ځواکونو له ماتې، د ولسي وګړو له وژنې او د میرزا اولنګ له نیونې وروسته ځايي ځواکونه نږدې له منځه تللي دي.

دوی ټینګا رکوي چې که حکومت غواړي د ستونزې رېښې له منځه یوسي، نو کوهستانات ته دې لاړ شي.

د انځور حقوق د سرپل د والي دفتر
Image caption د میرزا اولنګ ډېری خلک سرپل ښار ته وکوچېدل.