په هسکه مېنه کې ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول

ر د انځور حقوق .
Image caption هسکه مېنه ولسوالي کې تېره میاشت هم لس ولسي وګړي د بهرنیو ځواکونو برید کې وژل شوي وو.

د ننګرهار په لرې پرته هسکه مېنه ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

د هسکې مېنې ولسوال ساز ولي شینواري بي بي سي ته وویل، برید تېر مازیګر د ولسي وګړو په یوه سوزکي موټر شوی دی.

د هغه په خبره، په وژل شویو کې څلور ښځې او اووه نارینه دي.

نوموړی دا هم و ايي، چې په دې پېښه کې یوه ښځه ټپي شوې هم ده.

* "اسلامي دولت" د هسکې مېنې د پولیسو مشر وژلی

* وسله والو په ننګرهار کې له پنځوسو ډېر ښوونځي تړلي

د ننګرهار ولایتي اداره برید او اوښتې مرګ ژوبله تاییدوي، خو په دې تړاو څه نه وايي، چې دا مرګ ژوبله چاته اوښتې ده.

د تېرې میاشتې په وروستیو کې هم بهرنیو ځواکونو په هسکه مېنه کې پر داعش وسلوالو برید کړی و، چې له امله یې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

که څه هم په لومړیو کې بهرنیو ځواکونو او افغان ځايي چارواکو ویل چې هغه برید کې د داعش ۲۵ وسلوال وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي،

خو وروسته په ډاګه شوه چې په هغه برید پر داعش وسلوالو سربېره لس ولسي وګړي وژل شوي او شپږ ټپیان وو.

داعش ته تلونکي ماشومان

د انځور حقوق .
Image caption تیره میاشت هم د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د هسکې مېنې په ګډون له ډیورنډ کرښې سره پر پوله د ننګرهار څو ولسوالۍ د داعش د فعالیت او د نویو کسانو د جذبولو مرکز بلل کېږي.

افغان چارواکو تېره ورځ هم وویل، چې له داعش جنګياليو سره یو ځای کېدونکي څلور تنکي ځوانان یې نيولي دي.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي دا ځلموټي د کونړ د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکي او د ننګرهار په هسکه مېنه کې نیول شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، د دغو تنکیو ځوانانو عمرونه د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي او منلې یې ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) سره د يو ځای کېدو لپاره هسکې مېنې ته راغلي وو.

دا ماشومان په داسې مهال نيول کېږي چې د کونړ سيمه ييزو چارواکو څه موده وړاندې په دې ولايت کې د ( داعش) د تبليغاتو او د جلب او جذب لړۍ د چټکېدو پخلی کړی و.