بشري ډلو سر پل کې د ملکي کسانو وژل کېدل تایید کړي

مرزاولنګ د انځور حقوق د سرپل مطبوعاتي دفتر
Image caption ملګرو ملتونو د ملکي خلکو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

د افغانستان سرپل ولایت کې د هغو وسله والو خلاف عملیات پیل شوي دي، چې د مرزاولنګ دره یې په تېرو څو ورځو کې لاندې کړې وه. د جګړې له سیمې خبرونه وايي، چې وسله وال د خپلو سیمو د ساتلو لپاره کلک مقاومت کوي.

طالبانو تېره اونۍ وویل، چې مرزاولنګ سیمه یې ونیوله او حکومتي ځواکونو ته یې کلک زیان اړولی دی.

په دغه یرغل پسې لسګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې او د طالبانو لخوا د ګڼو ولسي وګړو د وژلو خبرونه خپاره شول، چې په غندنه یې نن ( جمعه) کابل کې اعتراضي غونډه هم جوړه شوې وه.

په میرزا اولنګ کې د طالبانو ضد عملیات پیل شول

"په سرپل کې طالبانو او داعش لاس سره یو کړی"

''وسله والو طالبانو سرپل کې ۲۳۵ ملکي کسان خوشي کړي''

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) چې مرزاولنګ کې یې د ملکي کسانو وژل کېدو پېښې څېړلو لپاره پلاوی لېږلی دی او نژدې وخت کې به یې پایله اعلان کړي. ملګرو ملتونو د ملکي خلکو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي کسانو وژنه د بشر ضد جنایت بللی دی. دغه کمېسیون د مرزاولنګ پر پېښو د خپلو پلټنو لومړنۍ پایلې برسېره کړې دي.

د دغه کمېسیون د شمال زون مشر قاضي سمیع بي بي سي سره یوه مرکه کې د لسګونو ملکي کسانو د وژل کېدو خبره تاید کړه:

''پنځه ورځ کېږي، چې موږ هلته یو پلاوی استولی دی. هلته تقریباً ۴۱ کسان وژل شوي دي، چې ملکي کسان دي او ۴۷۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي، چې دوی په سرپل کې د خپلوانو کره یا په جوماتونو کې ژوند کوي.

دوی سره د یو این ایچ سي ار، کډوالو د بېرته ستنېدو او ځینو نورو موسسو له لوري ځینې مرستې شوې دي، خو لا هم کمبلې او دغسې نور توکي نه دي ورکړل شوي. ''

له دې مخکې د افغانستان دفاع وزارت ویلي و، چې سرپل کې د طالبانو خلاف د پوځي عملیاتو بهیر کې لږ تر لږه ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۴ کسان یې ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري بي بي سي ته ویلي، د جمعې پر ورځ دوه ځلې په مزراولنګ سیمه کې هوايي عملیات شوي، چې به وینا یې لومړي برید کې د وسله والو طالبانو ۲ کسان او دویم برید کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا دغو عملیاتو کې د افغان پوځ دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق د سرپل مطبوعاتي دفتر
Image caption افغان چارواکو له دې مخکې ویلي و، چې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کې د وسلوالو طالبانو پرضد پوځي عملیات پیل شول.

له دې مخکې د سرپل د والي ویاند ویلي و، د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کې د وسلوالو طالبانو پرضد پوځي عملیات پیل شول.

ذبیح الله اماني د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، دا هوايي او ځمکني عملیات تېره شپه پیل شول او تراوسه پکې له وسلوالو طالبانو دوه پوستې بېرته نیول شوې دي.

د هغه په خبره، په دې عملیاتو کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو تراوسه یې کره شمېره نه لري.

اړونده مطالب