کرزی: د جګړې خصوصي کول جګړه اوږدوي او خپلسري زیاتوي

ښاغلي کرزي له افغان حکومته غوښتي، چې خصوصي سیکتور ته د جګړې له سپارلو سره خپل مخالفت څرګند کړي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي کرزي له افغان حکومته غوښتي، چې خصوصي سیکتور ته د جګړې له سپارلو سره خپل مخالفت څرګند کړي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي د افغانستان د دفاع او امنیت خصوصي کولو معنا به دا وي، چې جګړه اوږده شي، قانون تر پښو لاندې کړل شي او خپلسرۍ زیاتې شي.

ښاغلی کرزی وايي، لازمه بولي، چې د امریکا له دغې احتمالي پرېکړې مخکې خبرداری ورکړي. نوموړی دغه راز وايي که داسې کومه پرېکړه کېږي، په اړه به یې د افغانانو غبرګون ډېر کلک وي.

له دې مخکې د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې ګواکې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوو سلاکارانو له خصوصي امنیتي شرکتونو د افغانستان د جګړې په اړه نظر غوښتی دی.

داسې هم ویل شوي، چې دوو مهمو امنیتي شرکتونو افغانستان کې د جګړې مدیریت دوی ته د ورکولو وړاندیز کړی دی.

خو امریکايي چارواکو په دې اړه رسماً تر اوسه هېڅ نه دي ویلي.

امريکا ولې په افغانستان کې پاتې راغلې؟

کرزی:‌ طالبانو ته نور ورور نه وایم؛ د افغانانو وژونکي ترهګر دي

" پاکستان ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صبر کاسه ډکه شوې"

ټېلرسن: ټرمپ د افغانستان په اړه سختې پوښتنې کوي

ښاغلي کرزي له افغان حکومته غوښتي، چې خصوصي سیکتور ته د جګړې له سپارلو سره خپل مخالفت څرګند کړي.

حامد کرزی له هغو کسانو یو بلل کېږي، چې ډېر کله د افغانستان په تړاو د امریکا متحدو ایالتونو له یو شمېر پالیسو سره مخالفت کوي.

امریکا حکومت د افغانستان په اړه پر خپله پالیسۍ غور کوي او سناتور جان مکین یې د اعلانولو لړ کې پر ځنډ نیوکې کړې دي.

ښاغلي مکین ویلي د طالبانو، حقاني شبکې، داعش او القاعدې د ځپلو لپاره باید په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ډېر او واک یې زیات شي.

هغه د افغانستان له هوايي ځواک سره د مرستې ډېرول او همدا راز پر پاکستان د فشار راوستلو سپارښتنه کړې ده او وايي، پاکستان باید طالبانو او حقاني شبکې ته له پټنځایونو ورکولو لاس واخلي.

ورته مطالب