افغانستان کې امریکايي قراردادیانو پیسې په لوکسو موټرو او لوړو معاشونه لګولي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption برتانوي شرکت له امریکا دفاع وزارته ۵۰ میلیونه ډالر تر لاسه کړي.

د نیوز ویک مجلې په افغانستان کې د امریکایي قراردادیانو په اړه یوه مهمه لیکنه کړې ده.

مجله ادعا کوي چې برېتانوي شرکت د افغان ځواکونو د روزنې په پلمه د امریکا له دفاع وزارته ۵۰ ملیونه ډالره ترلاسه کړي، خو د دې پیسو د لګولو او د افغان ځواکونو د روزنې په اړه یې د دفاع وزارت ته هېڅ حساب نه دی ورکړی.

نیوز ویک وایي چې یاد شرکت له ۲۰۰۸ کال نه تر ۲۰۱۳ کاله پورې په دې قرارداد کار وکړ.

مجله ادعا کوي چې دې شرکت خپلو یو شمېر جګپوړو مامورینو یا مشرانو ته خورا ګران بیه موټر اخیستل او د دې موټرو پیسې یې هم د امریکا له دفاع وزارت اخیستلې.

مجله وایي په دې مشرانو کې ډېری داسې وو چې له خپله کوره یې کار کاوه، او دا هم نه ده مالومه چې ایا دوی په دې رښتیا هم د افغان ځواکونو په روزنه کې کوم رول درلود.

اوس د امریکا د سنا یوې غړې کلیر مېک کاسکل له پنټاګونه غوښتنه کړې چې په دې اړه دې سپیناوی وړاندې کړي.

نیوز ویک مجلې دا رپوټ په داسې وخت کې خپور کړی چې د امریکا د حکومت لخوا په افغانستان کې د خصوصي قراردادیانو یا امنیتي شرکتونو د ګومارلو موضوع یو ځل بیا را پورته شوې.

ویل کېږي چې د (بلک واټر) په نامه د یو مخکښ خصوصي امنیتي شرکت بنسټ ګر (اېرېک پرنس) په دې اړه د ولسمشر ټرمپ د ادارې له یو شمېر چارواکو سره لیدنې کتنې هم کړي.

بلک واټر شرکت په افغانستان او عراق کې د امریکایي پوځ ترڅنګ په پوځي ماموریتونو کې برخه اخیستې او په دواړه هېوادونو کې د ولسي وګړو په وژنه او د بشر ضد په جرمونو تورنه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جمعې په ورځ ګواښ وکړ چې د امریکا له لوري افغانستان ته د خصوصي پوځي قراردادیانو را لېږل به یوه تېروتنه وي.

نوموړي ګواښ وکړ چې دا ډول هر ګام به د افغانستان خپلواکۍ ته یو سپکاوی ګڼل کېږي او افغانان به یې پر وړاندې سخت غبرګون ښیي.

ورته مطالب