ویس احمد برمک د کورنیو چارو سرپرست وزیر شو

د انځور حقوق BARMAK
Image caption ښاغلي برمک وړاندې هم د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر په توګه دنده تر سره کړې ده.

د کورنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي برمک د ټاکل کېدو فرمان نن یکشنبه د اګسټ ۱۳مه رسنیو ته لېږل شوی دی.

رسنیو ته له ولسمشرۍ ماڼۍ په استول شوي حکم راغلي، تر هغه چې ویس احمد برمک د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېږي، د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه به دنده پر مخ یوسي.

ولسمشر غني په یوه بېل فرمان کې د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر تاج محمد جاهد د ولسمشر د امنیتي مشاور په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی برمک د کورنیو چارو وزارت لپاره د ملي وحدت حکومت درېیم وزیر دی.

تر ښاغلي جاهد وړاندې نورالحق علومي د کورنیو چارو وزیر و، چې بیا یې له دندې استعفا وکړه.

۴۴ کلن ویس احمد برمک تر دې وړاندې د کلیو پراختیا د وزیر او همدارنګه له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت د وزیر په توګه کار کړی دی.

ښاغلی برمک له جګړې وروسته د پراختیا او بیارغونې په برخو کې د لندن له ( SOAS) پوهنتونه د ختیځو او افریقايي څېړنو په پوهنځي کې زدکړې کړې دي.

نوموړي د یوې مودې لپاره په کابل پوهنتون کې هم تدریس کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ تېره اونۍ هم درې وزارتونو ته نوماند وزیران ور پېژندلي و.

پر بي بي سي پښتو فیسبوک ستاسې ځینې نظرونه

عارف الله عارف

زما وړانديز دا دی چې پوليس بايد مسلکي کړي او غير قانوني وسلې له خلکو ټولې کړي چې هدفي وژنې کمې شي.

افغان پښتون

زورواکي او غله دې په سزا ورسوي، پوليسو ته روزنه ورکړي، بېسواده او په واسطي پخواني ټاکل شوي د حوزو مشران دې لرې او پر ځای دې مسلکي کسان وټاکل شي.

حکمت الله امين

د پوليسو په ليکو کې دې سمون راولي، په پوليسو کې اداري او اخلاقي فساد اوج ته رسېدلی، ترڅو چې دا ورک نه شي د خلکو او پوليسو تر منځ واټن ورځ تر بلې زياتېږي.

فدا پکتيانی

زما غوښتنه دا ده چې په کورنيو چارو وزارت کې يو منسجم پلان جوړ کړي او د هغه پر اساس بنيادي اصلاحات راولي، مجازات د اصل په توګه ومني او د پوليسو د معاش، اعاشې او تجهيزاتو غله دې په ښکاره محاکمه کړي.

تيمور شاه مندرخېل

د کومې وړتيا او کومې نظامي مخينې په اساس د کورنيو چارو وزير شو؟ له داسې وزيره د امنيت د ښه والي تمه نشته.

افغان افغانستان

پوليس دې خپلې اصلي دندې ته راوګرځوي، جګړې ته يې دې نه لېږي. مسلکي معيارونه او کړنې دې په پام کې ونیسي. زور، حزبي او قومي اړيکي بايد د ټاکلو معيار نه کړي.

عبدالطيف نيازی

کاشکي نوې څېره وی. له بده مرغه دا هغه کسان دي چې نژدې دوه لسيزې په لوړو لوړو پوستونو کې يې کار کړی، داسې کومې لاسته راوړنې نه لري چې ملت ورته هيله من وي.

صفت الله وردګ

د فساد پر ضد مبارزه، د پوليسو په ليکو او وزارت کې د ريسانو، معينانو او امنيه قومندانانو په سطحه اصلاحات راوستل او کار اهل کار ته سپارل بايد د ده په لومړيتوبونو کې وي.

جانان جان

له کابله دې پيل وکړي، لومړی دی د کابل د زوراکو او نکتايي لرونکو طالبانو پاک کړي، بيا دې ولايتونو کې فساد ورک کړي، په خپله امنيت راځي. په هره ولسوالۍ کې ورانکاري طالبان معلوم دي و دې يې نيسي او زندانونو ته دې يې واچوي.

حکمتيار لايق

کابل ښار کې يو شمېر غله دي چې د کابل پوليس ورسره شريک دي له مساپرو پيسې اخلي. د هغوی مخه دې ونيسي.

نعمت الله نيازی

محترم برمک نه مسلکي جنرال دی او نه نظامي زده کړې لري.

فيضان الحق فيضان

تر ټولو لومړی بايد اداري فساد ورک کړي. تجربه لرونکي او مسلکي افسران دې وګوماري.

ورته مطالب