کابل ښار کې چاودنې لږترلږه درې کسان ټپیان کړل

چاودنه د ده افغانانو په سیمه کې د زېرزمیني پرسر شوې چې ماښام مهال د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وي. د انځور حقوق Obaid YD/twitter
Image caption چاودنه د ده افغانانو په سیمه کې د زېرزمیني پرسر شوې چې ماښام مهال د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وي.

د کابل د امنیې قومندانۍ وايي په هغه چاودنه کې چې د کابل ښار ده افغانانو سیمه کې وشوه، لږترلږه درې ولسي وګړي ټپیان شوي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، چاودنه کې مقناطیسي بم کارول شوی چې کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوی و.

ویل کېږي ټپیان د همدغه موټر سپرلۍ وه. چاودنه د ده افغانانو په سیمه کې د زېرزمیني پرسر شوې چې ماښام مهال د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وي.

څرګنده نه ده چې د موټر سپرلۍ څوک ول او د چاودنې موخه څه وه. تراوسه کومې ډلې د چاودنې مسولیت نه دی اخیستی.

په دې وروستیو کې د مقناطسیي بمونو چاودنې ډېرې شوي چې د ګڼو مرګ ژوبلو لامل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

د کابل پولیسو نژدې یوه میاشت وړاندې د امنیت د ټینګښت لپاره نوې طرحه جوړه کړه. د کابل امنیې قومندانۍ وویل، د دغه پروګرام پر بنسټ به سړکونه د خلکو پرمخ نه تړل کېږي او یوازې لوی او باروړونکي موټرونه به له نورو لارو تګ راتګ کوي.

په کابل کې تر ټولو خونړي بریدونه د لویو موټرونو په مټ شوي. د زنبق څلورلارې چاودنه چې تر ۱۵۰ ډېر کسان په کې ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول، د یوه ټانکر په مټ ترسره شوه.