احدي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

احدي: تمه لرم راتلونکو ټاکنو ته ټاکنیز ټیم جوړ کړم

د افغانستان نوې جبهې مشر انورالحق احدي وايي، په ترکیه کې یې له نوې جوړې شوې ټلوالې سره خبرې روانې دي او وايي تمه لري راتلونکو ټاکنو ته ټاکنیز ټیم جوړ کړي.

ښاغلی احدي وايي، راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره يې، د ملي ژغورنې په نامه، په ترکيه کې له جوړې شوې ټلوالې مشرانو سره، خبره روانې دي چې یوه احتمالي اېتلاف سره وکړي.

دی وايي له عبدلرشید دوستم، محمد محقق او عطا محمد نور سره د احتمالي اېتلاف پر شرايطو او د ټاکنيز ټکټ پر جوړښت لومړنۍ خبرې شوې دي.

حفیظ الله معروف د مرکې په سر کې ترې وپوښتل چې له جنرال دوستم سره پر نورو کومو مسایلو غږېدلی دی.