افغان پوځ: د ميرزا اولنگ سيمې شاوخوا پوستې مو له طالبانو بېرته نیولې

د انځور حقوق سرپل مطبوعاتي دفتر

د افغانستان په شمال کې امنیتي چارواکي وايي د سرپل ولایت میرزا اولنګ سیمې شاوخوا پوستې یې له طالبانو بېرته نیولې.

خو څو شېبې وړاندې د شاهين قول اردو مرستيال وياند نصرت الله جمشيدي بي بي سي ته ويلي و، افغان ځواکونو اوس د صياد ولسوالۍ پر ميرزا اولنگ سيمې بشپړه ولکه ټينگه کړې ده.

طالبانو دغه ستراتيژيکه سيمه نژدې لس ورځې وړاندې ونيوله، او پکې یې د ځايي چارواکو په خبره، ۵۲ ولسي وګړي ووژل.

وسلوال طالبانو د ولسي وګړو وژنه د حکومت "تبلیغ" وباله او ويې ويل، د "ولسي پاڅون" ۲۸ وسلوال یې وژلي دي.

ولسي پاڅون له ځايي خلکو جوړ دی چې د وسلوالو په مقابل کې له خپل ځان دفاع کوي.

خو د بشري حقونو ځينې مدافع ډلو هم په ميرزاو لنگ کې د ملکي وگړو د مرگژوبلې پخلى وکړ.

Image caption طالبانو د ميرزا اولنګ سيمه نژدې لس ورځې وړاندې ونيوله، او پکې یې د ځايي چارواکو په خبره، ۵۲ ولسي وګړي ووژل.

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) چې ميرزا اولنګ کې یې د ملکي کسانو وژل کېدو پېښې څېړلو لپاره پلاوی لېږلی دی او نژدې وخت کې به یې پایله اعلان کړي. ملګرو ملتونو د ملکي خلکو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي کسانو وژنه د بشر ضد جنایت بللی دی. دغه کمېسیون د ميرزا اولنګ پر پېښو د خپلو پلټنو لومړنۍ پایلې برسېره کړې دي.

د دغه کمېسیون د شمال زون مشر قاضي سمیع بي بي سي سره یوه مرکه کې د لسګونو ملکي کسانو د وژل کېدو خبره تایید کړه:

"موږ هلته یو پلاوی استولی دی. هلته تقریباً ۴۱ کسان وژل شوي دي، چې ملکي کسان دي او ۴۷۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي، چې دوی په سرپل کې د خپلوانو کره یا په جوماتونو کې ژوند کوي. دوی سره د یو این ایچ سي ار، کډوالو د بېرته ستنېدو او ځینو نورو موسسو له لوري ځینې مرستې شوې دي، خو لا هم کمبلې او دغسې نور توکي نه دي ورکړل شوي."

Image caption افغان ځواکونو د ميرزا اولنگ د بيا نيولو عمليات ځلور ورځې وړاندې پيل کړي و

ورته مطالب