کورنیو چارو وزارت: د اصف مومند نیولو پېښې ته څېړونکی پلاوی ټاکل شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي سلاکار مراد علي مراد وايي، د مزار شریف هوايي ډګر کې د هغې پېښې څېړلو لپاره یو څېړونکی پلاوی ټاکل شوی، چې د ولایتي شورا یو غړی اصف مومند پکې ونیول شو.

ښاغلي مراد بي بي سي ته وویل، څېړونکی پلاوی د لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت او عدلي او قضايي ارګانونو له غړو جوړ شوی چې ژر به مزار شریف ته واستول شي.

د بلخ د پولیسو مشر سید کمال سادات وايي، کله چې اصف مومند تېر ماښام هوايي ډګر ته ورسېد د عطاء محمد نور لارښوونه دا وه چې ونیول شي:

"مومند راغی هوايي ډګر ته، د والي صیب هدایت دا و چې دا وکیل باید ونیول شي."

د افغانستان شمال کې د بلخ د پولیسو چارواکي وايي ښاغلی مومند له نښتو وروسته له هوايي ډګر وېستل شو او اوس د ملي امنیت ادارې په بند کې دی.

د بلخ د پولیسو مشر په وینا په دې نښتو کې د ښاغلي مومند دوه کسان وژل شوي او دوه امنیتي سرتېري ټپيان دي.

د رپوټونو له مخې د ولايتي شورا غړی اصف مومند څو ساعته په هوايي ډګر کې ایسار و او نه یې غوښتل ځان تسلیم کړي.

پر ټوېټر د عطاء محمد نور سلاکار طاهر قادري یو شمېر اسناد خپاره کړي چې وايي ښاغلي مومند د نیولو رسمي حکم دی چې په بلخ ولایت کې د څارنوالۍ له دفتر صادر شوی دی.

له نیول کېدو وروسته د عطا غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سادات: پرېکړه دا شوې وه چې مومند بېرته کابل ته لاړ شي

عطاء محمد نور پخپله فیسبوکپاڼه د ښاغلي مومند د نیول کېدو د شېبې له یوه انځور خپرولو سره د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی د "دسیسې په جوړولو" تورن کړي.

نوموړي لیکلي: "د ملي امنیت شورا محترم سلاکار (ښاغلی حنیف اتمر) او د ملي امنیت عمومي مشر (ښاغلی معصوم ستانکزی)، له دسیسو ډکو داسې پروژو له طرحې لاس واخلئ، چې له نسبي امنیت برخمن بلخ ولایت ناآرامه کوي".

خو د افغانستان د ملي امنیت ویاند قادر شاه د ښاغلي نور دا څرګندونې بې بنسټه بللې او پرخپله فیسبوکپاڼه یې لیکلي: "د بلخ محترم والي ښاغلي نور په خواله رسنیو کې د بلخ د امنیت په اړه څرګندونې کړې، د ملي امنیت شورا دفتر دا څرګندونې کاملاً بې بنسټه بولي او وروستی نظر به د قانون ساتونکو بنسټونو له هر اړخیزه څېړنو وروسته په ډاګه کړي".

"زورواکو ته نه تسلیمېږم"

تېره شپه له نیول کېدو وړاندې ښاغلي مومند ځینو رسنیو ته وویل "د عطاء محمد نور د وسله والو کسانو لخوا محاصره یم او له هوايي ډګره د وتلو اجازه نه را کوي."

نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې زور واکو ته نه تسلیمېږي.

د پولیسو مشر له خولې د نښتو حال

د پولیس مشر ښاغلی سادات وايي، د کورنیو چارو د وزیر په سپارښتنه دی هوايي ډګر ته ورغی، چې د لانجې مخنیوی وکړي:

"پرېکړه دا شوه چې بېرته دوی (مومند) کابل ته لاړ شي، زه هم هملته پاتې شوم، پر دغه مهال کسان راغلل ډزې یې وکړې زه هملته وم خدای وساتلم یو ساتونکی مې ټپي شو او یو صاحب منصب ټپي شو. "

سید کمال سادات وايي، د ډزو پر مهال اصف مومند د هوايي ډګر ترمینال اخري دروازه کې وه:

"کله چې ډزې وشوې بالاخره یې مومند ونیو او د ځان سره یې یووړ د هوايي ډګر قومندان ته ویل شوي و چې نوموړی ونیسي، اوس د ملي امنیت سره دی، ملي امنیت ته یې سپارلی دی."

"کور کې د مومند وهل"

د کلابندۍ پر مهال د بلخ د ولایتي شورا یو بل غړی ابراهیم خیر اندېش او د عطام محمد نور د یو پخواني سیال جمعه خان همدرد زوی ګل رحمن همدرد هم له اصف مومند سره و.

ابراهیم خیر اندېش بي بي سي ته وویل، هوايي ډګر کې په کوزېدلو سره د عطاء محمد نور کسانو د ښاغلي مومند د نیولو هڅه پیل کړه.

"کله چې له الوتکې کوز شو او غوښتل مو له ترمینال ووځو، د عطاء محمد نور اوښی سید شاه چې د ملي امنیت مرستیال هم دی، مخکې له دې چې موږ موټر ته ورسېږو، زما پر موټروان توپانچه رااېستلې وه نژدې و، زما موټروان ووهي، حال دا چې زه د قضیې اړخ هم نه وم".

"کله چې له ترمینال راووتلو، ویل یې موږ باید ونیول شو، خو موږ د مومند موټر ته وختلو".

نوموړی وايي، وروسته د بلخ امنیه قومندان یا د پولیسو مشر سید کمال سادات هم راغی او له خبرو وروسته پرېکړه وشوه چې اصف مومند کابل ته ستون شي.

"د عطاء شخصي باډیګارډان له قراوول دروازې راغلل، زه، مومند او قومندان ډوډۍ ته ناست وو، پر موږ یې ډزې وکړې، دوه درې کسان ټپي شول".

ښاغلی خیر اندېش وايي، وروسته یې مومند یووړ:

"له دوو ساعتونو وروسته موږ کور ته راغلو، مومند چې له خلکو سره خبرې کړې وايي، خپله او زامنو یې په خپل کور کې څلور ساعته وساتلم، ویې وهلم."

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد دا خبرې ردوي او وايي د لویې څارنوالۍ د رسمي مکتوب له مخې اصف مومند نیول شوی دی.

"اصف مومند د ملي امنيت څارنوالۍ او کورنيو چارو وزارت درنو جرمونو څارنوالۍ د پر له پسې مکتبونو پر بنسټ اوس د پوليسو په توقيف کې دى. په مکتوبونو کې پر ښاغلي مومند تور دى چې په تړونونو کې يې فساد کړى، او د مرکزي چارواکو جعلي لاسليکونه يې کړي."

د مومند خبري غونډه

اصف مومند څو ورځې وړاندې په کابل کې يوه خبري ناسته کې د بلخ پر والي عطاء محمد نور د فساد تورونه پورې کړي و.

ښاغلي مومند دغه راز ادعا کړې وه چې عطاء محمد نور د ده د وژلو هڅې هم کړي دي.

د بلخ د ولایتي شورا دغه غړي ویلي د عطاء محمد نور د اداري فساد په اړه اسناد لري.

پر ټوېټر د عطاء محمد نور سلاکار طاهر قادري یو شمېر اسناد خپاره کړي چې وايي ښاغلي مومند د نیولو رسمي حکم دی چې په بلخ ولایت کې د څارنوالۍ له دفتر صادر شوی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب