اسلامي دولت د میرزا اولنګ برید مسوولیت ومانه

د انځور حقوق د سرپل مطبوعاتي دفتر.
Image caption افغان ځواکونو او ځايي پولیس د میرزا اولنګ جګړه کې.

د سرپل ولایت په میرزا اولنګ کې له مرګونې پېښې لس ورځې وروسته د اعماق خبري اژانس په نوم خبري ویبپاڼه کې ادعا شوې چې د دغې ډلې وسلوالو په دې سیمه کې لسګونه شیعه ګان وژلي دي.

په خبر کې ویل شوي د اسلامي دولت ډلې وسلوالو دغه برید په یوه شیعه میشتي کلي کړی، چې پکې څلور پنځوس شیعه وګړي وژل شوي دي.

* په میرزا اولنګ کې د طالبانو ضد عملیات پیل شول

* "په سرپل کې طالبانو او داعش لاس سره یو کړی"

له دې وړاندې ځايي چارواکو ویلي و پر میرزا اولنګ د وسلوالو په برید کې شاوخوا پنځوس ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي وژل شوي دي.

له دې پېښې وروسته لسګونه کورنۍ د سرپل مرکز ته کډه شوې دي.

د طالبانو او داعش ګډ برید

د انځور حقوق د سرپل مطبوعاتي دفتر
Image caption افغان ځواکونه هغه کورونه عکاسي کوي چې برید پر شوی دی.

طالبانو وار مخکې د دې برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دا برید یوازې د دوی وسلوالو کړی دی.

خو د سرپل د ځايي ادارې یوه ویاند ذبیح الله اماني بي بي سي ته ویلي و چې د طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې وسلوالو په ګډه پر میرزا اولنګ برید کړی و.

نیویارک ټایمز ورځپانې هم د ځايي چارواکو په حواله ویلي و چې د اسلامي دولت ډلې یو ځايي قوماندان شیر محمد غضنفر له طالبانو سره د میرزا اولنګ د نیولو لپاره لاس یو کړی و.

* سرپل کې د طالبانو ضد چاڼیز عملیات کېږي

* ''وسله والو طالبانو سرپل کې ۲۳۵ ملکي کسان خوشي کړي''

خو طالبانو د دې سیمې په نیولو کې د اسلامي دولت نومې ډلې د ګډون خبره رد کړې وه.

د طالبانو ډلې ویلي و شیر محمد غضنفر د دوی قوماندان دی.

طالبانو دغه راز ادعا کړې وه چې پر میرزا اولنګ برید کې یې (د ولسي پاڅون) څه باندې شل سرتیري وژلي وو.

د میرزا اولنګ بیا نیول

ر د انځور حقوق د سرپل مطبوعاتي دفتر
Image caption افغان ځواکونه د جګړې د نوي پړاو خبره کوي.

افغان ځواکونو په تېرو ورځو کې دا سیمه بېرته ونیوله او اوس افغان حکومت وايي، چې د جګړې یوې نوې څپې ته چمتوالی نیسي.

چارواکي وايي، جګړه اوس یوه نوي پړاو ته ننوتې او په وینا یې وسلوال په سیمه کې د قومي او مذهبي تاوتریخوالي د پارولو هڅه کوي.

* د فاریاب غورماچ ولسوالي طالبانو نیولې

* د فاریاب غورماچ ولسوالي افغان حکومت نیولې

اعماق خبري اژانس هم د میرزا اولنګ د بیرته نیولو لپاره د افغان ځواکونو د عملیاتو یادونه هم کړې ده.

دغه ویبپاڼه زیاتوي، په میرزا اولنګ کې د افغان ملي اردو او د دغې ډلې د وسلوالو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

د میرزا اولنګ ستراتیژیک موقعیت

د انځور حقوق د سرپل مطبوعاتي دفتر
Image caption میرزا اولنګ د صیاد له لارې د سرپل مرکز ته د رسېدو لار ده.

د میرزا اولنګ خلک وايي، طالبانو تېر دوه کلونه ډېره هڅه وکړه چې د میرزا اولنګ له لارې صیاد ولسوالي ته ننوځي، خو ولسي پاڅونوال یې خنډ و.

میرزا اولنګ د صیاد ولسوالۍ برخه ده، چې نیول یې د صیاد له لارې د سرپل مرکز سرپل ته د تګ لار برابروي.

د دې سیمې خلک ټینګا رکوي، که حکومت غواړي د ستونزې رېښې له منځه یوسي، نو کوهستانات ولسوالۍ ته دې لاړ شي.