د کابل "زرغونې" سیمې لپاره نوی امنیتي پلان، نوې امنیتي پوستې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر څه موده وړاندې امنیتي ادارو ته د دغې طرحې د جوړولو امر کړی وو.

په افغان پلازمینې کابل کې د امنیتي اندیښنو له ډېرو سره، حکومت د ښار د امنیتي پلان طرحه نن اعلان کړه.

د چارواکو په وینا په دغه طرحه کې لومړی د ډيپلوماتیکو سیمو شاوخوا امنیتي پوستې اچول کېږي او ورته پر تګ راتګ به نور محدودیتونه هم لګول کېږي . وروسته به د غه ترتیبات د ښار او نورو برخو او بیا ولسوالیو او شاوخوا ولایتونه ورغځول کيږي.

په کابل ښار کې د غبرګولي میاشتې د دولسمې نیټې تر خونړي برید وروسته چې لسګونه کسان پکې ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول، افغان چارواکي اړ شول چې د امنیت ټینګولو په موخه یوه نوې طرحه جوړه کړي.

ولسمشر غني د افغانستان کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست د دغې طرحې د جوړولو امر کړی وو.

ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

د کابل د امینه قومندانۍ سرپرست جنرال سالم احساس وايي اوس دا طرحه بشپړه شوې او عملي کول پیل شوي دي. ښاغلی احساس وايي په دِې طرحې کې د ډیپلوماتیکو سیمو امنیت په لومړیتوب کې دی:

"دغه سیمې د اوس لپاره تثبیت شوې دي، او شاوخوا یې زموږ د پولیسو شپږ ویشت د تالاشۍ پوستې په دندو ګمارل شوې دي. دغه راز د موټرو د ننوتو د مخنیوي په موخه په ۲۷ برخو کې خنډونه جوړ شوي دي. هغه باروړونکې لارۍ چې ډيپلوماتیکو سیمو ته د خدمت لپاره ورځي یوازې له یوې لارې تر کنټرول وروسته دغې سیمې ته ننوتلی شي".

د کابل والي حامد اکرم وايي د کابل د امنیتي پلان په طرحه کې تر ډيپلوماتیکو سیمو وروسته ټول ښار او بیا ولسوالۍ او شاوخوا ولایتونه هم په پام کې نیول شوې دي.

په کابل ښار کې لا له وړاندې امنیتي تدابیر ډېر پراخ دي، ډېری لارې د عامو خلکو په وړاندې تړل شوې دي، د ښار پر واټونو زیاتیدونکې ټرافیکي ګڼه ګوڼه ځینې وخت د نه زغم وړ کچې ته رسيږي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی وايي له امنیتي ادارو سره په ګډ کار به تر خپله وسه هڅه وکړي چې په ښار کې ترانسپورتي چارې منظمې شي:

"کابل ښاروالۍ د امنیتي پروګرامونو د ملاتړ لپاره او کابل ښاریانو ته د امن رامنځ ته کولو په موخه یو لړ ملاتړې چارې په پام کې لري. دغه چارې به په مستقیم ډول د کابل له امنیت سره مرسته وکړي. په دغو چارو کې د ترافیکو چارو سمبالول، په کابل ښار کې د لارو او سړکونو جوړول، د میترو بس په ګډون د ښاري ترانسپورت رامنځ ته کول او د پتو یا آدرس موندلو چارې شاملې دي".

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان چارواکي وايي د کابل امنیت ټینګښت لپاره یې نوی پلان جوړ کړی

خو د امنیتي چا رو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي د امنیتي پلان طرحه باید د پلي کېدو وړ وي او بشپړه تیاري هم ورته نیول شوې وي.

پرته له هغه به کوم ځانګړې اغېزه ونه لري.

د کابل سرپرست امنیه قومندان وايي په تېرو څو اونیو کې د ښار په څنډو کې اضافي امنیتي پوستې لیرې شوي او په هغو کلیدي ځایونو کې بیا نوې پوستې جوړې شوي چې ورته اړتیا وه. چې په دوراني بڼه به خپلې چارې ترسره کوي.

ورته مطالب