محمد اصف مومند څوک او د بلخ له والي سره یې اختلافونه څه دي؟

. د انځور حقوق SOCIAL MEDIA
Image caption اصف مومند تېره اونۍ ادعا وکړه چې د بلخ د والي د فساد اسناد لویې څارنوالۍ ته سپاري

د بلخ د ولایتي شورا غړي محمد اصف مومند اونۍ وړاندې ادعا وکړه چې لویې څارنوالۍ ته د بلخ د والي عطا محمد نور د یو لړ اسنادو او شواهدو سپارلو لپاره کابل ته تللی دی.

تر میاشتو لفظي شخړو وروسته روانه اونۍ د بلخ په هوايي ډګر کې د ښاغلي اصف نیول د رسنیو د سر موضوع او په خواله رسنیو کې یې بحثونه ټوکولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د بلخ په هوايي ډګر کې یې د ولایتي شورا د غړي، ښاغلي مومند د نیول کېدو د څرنګوالي ارزولو لپاره پلاوی استولی دی.

لويه څارنوالي: د اصف مومند نیولو امر مو نه دی ورکړی

د بلخ ولایتي شورا غړي پر عطا محمد نور د فساد تورونه ولګول

"بلخ کې د اصف مومند د نیولو په اړه جدي څېړنې کېږي"

ښاغلی مومند چې وړمه شپه، د اګسټ ۱۴مه له کابله د مزار هوايي ډګر ته ورسېد، د سرحدي پولیسو له خوا یې د نیولو هڅه وشوه، خو هغه مقاومت وکړ.

د بلخ د والي ویاند وویل، ښاغلي مومند د لویې څارنوالۍ د رسمي مکتوب پر بنسټ د بلخ امنیتي ځواکونو نیولی دی.

د بلخ د والي دفتر د درندو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ ته اړوند یو سند خپور کړ چې ښاغلی مومند پکې په سوداګریزو سندونو کې په جعل او تزویر تورن شوی دی.

خو د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، د ښاغلي مومند د نیولو امر یې نه دی ور کړی.

د بلخ د پولیسو د مشر په خبره، ښاغلی مومند یې تر څو ساعتونو مقاومت وروسته ونیوه.

د رپوټونو له مخې، د بلخ د والي پورې اړوند وسله والو کسانو د بلخ له امنیتي مسوولانو ښاغلی موند بیولې چې تر څو ساعتونو توقیفولو وروسته ترې د ملي امنیت ځواکونو تر لاسه کړی دی.

پوښتنه دا ده چې اصف موند څوک دی، د بلخ له والي سره یې اختلافونه څه دي او بالاخره د دې واقعې سیاسي پایلې به څه وي؟

ظاهرا د بلخ د والي عطامحمد نور او د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړي محمد اصف مومند تر منځ اختلافونه اوږده مخینه لري.

په تېرو دوو کلونو کې ښاغلي مومند په ځلونو د بلخ له والي شکایتونه کړي او ادعا کړې وه چې وېږېږي د بلخ د والي کسان ورته زیان ونه رسوي.

ښاغلي مومند زیاته کړې، وروسته له هغه چې په بلخ کې یې غږ وانه ورېدل شو، نو اړ شو ور سره موجود اسناد کابل ته راوړي.

د نوموړي په ټکو، د بلخ له والي سره سیاسي سیالي نه لري، بلکې له هغه سره یې ټول اختلافونه د بلخ په ښاروالۍ، د حیرتانو په بندر، د ملکي روغتون په جوړېدو او د ځمکو په غصب کې د شوي میلیونونو ډالرو فساد د یادونې له امله دي.

نوموړي زیاته کړې وه، د خپلو ادعاوو په اړه کره شواهد لري.

ښاغلی مومند تر سیاسي ډګره، په سوداګریزه برخه کې ډېره مخینه لري، خو په وروستیو دوو کلونو کې یې د بلخ پر والي نیوکو، د ښاغلي نور په مخالفانو کې محبوبیت زیات کړی دی.

ښاغلي مومند ادعا کړې وه چې عطامحمد نور په بلخ کې خپل سیاسي مخالفان نه شي زغملی او هر څوک یې چې واک وننګوي، نو د هغه له خوا څارل کېږي.

باور دا دی چې ښاغلی مومند په بلخ کې د عطامحمد نور د پخواني سیال او د اسلامي حزب د قومندان جمعه خان همدرد له نږدې کسانو دی.

د انځور حقوق BALKH GOVERNOR FACEBOOK
Image caption عطا محمد نور د ښاغلي مومند دغه عکس پر خواله رسنۍ خپور کړ

عطامحمد په دې باور دی چې د ښاغلي مومند څرګندوني او فعالیتونو په اصل کې د ده پر وړاندې د مرکزي دولت توطیه ده.

نوموړي پر خواله رسنیو د ښاغلي مومند د نیول کېدو د شېبې له یوه انځور خپرولو سره د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی د "دسیسې په جوړولو" تورن کړي:

"د ملي امنیت شورا محترم سلاکار (ښاغلی حنیف اتمر) او د ملي امنیت عمومي مشر (ښاغلی معصوم ستانکزی)، له دسیسو ډکو داسې پروژو له طرحې لاس واخلئ، چې له نسبي امنیت برخمن بلخ ولایت ناارامه کوي".

خو د افغانستان د ملي امنیت ویاند قادر شاه د ښاغلي نور دا څرګندونې بې بنسټه بللې او پرخپله فیسبوکپاڼه یې لیکلي:

"د بلخ محترم والي ښاغلي نور په خواله رسنیو کې د بلخ د امنیت په اړه څرګندونې کړي، د ملي امنیت شورا دفتر دا څرګندونې کاملاً بې بنسټه بولي او وروستی نظر به د قانون ساتونکو بنسټونو له هر اړخیزو څېړنو وروسته په ډاګه کړي".

د سیاسي بې باورۍ زیاتوالی

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو را پدېخوا د افغان ولسمشر او د بلخ د والي تر منځ اړیکې لوړې ژورې لري؛ د ځینو مسلو په اړه یې ګډ دریځونه لرلي، خو د ځینو مسلو په اړه یې مخالفتونه ښودلي دي.

په وروستیو دوو میاشتو کې د ولسمشر او والي تر منځ اړیکې بې خونده شوي، چې له امله یې عطامحمد نور اړ شو د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د اجرایه ریاست له دویم مرستیال محمد محقق سره په ترکیه کې ایتلاف جوړ کړي.

دغه ایتلاف دمګړۍ د حکومت پر وړاندې مهم سیاسي جوړښت ګڼل کېږي چې په شمال کې نسبتاً ډېر واک لري.

افغان دولت تر اوسه د ښاغلو نور او مومند د قضیې په اړه همدومره ویلي، چې بلخ ته یې دقضیې د ارزولو په موخه حقیقت موندونکی پلاوی لېږلی او تر څنګ یې د مومند له خوا پر عطامحمد نور د لګېدلو تورنو په اړه هم څه نه وايي.

له شک پرته، دغه مسله پراخ سیاسي اړخونه لري او د ملي وحدت حکومت د لوړ پوړو غړو ترمنځ به د بې باورۍ زیاتوالي ته لمن ووهي.

وروستي جنجالونه به د بلخ د والي او د مرکزي حکومت ترمنځ اختلافونه تر پخوا ډېر کړي چې له امله به یې نه یوازې بلخ بلکې ټول شمال اغېزمن شي.

افغان دولت هم تر فشارونو لاندې دی چې له یوې خوا وسله والو طالبانو سره خونړۍ جګړه وکړي او له بلې خوا هغه سیمه ییز زورواکان وځپي چې د شنونکو په باور ورځ تر بلې یې له قانونه سرغړونې زیاتېږي.

ورته مطالب