ننګرهار کې دوه ځايي چارواکي په بند محکوم شول

ر د انځور حقوق .

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار د اداري فساد ضد لومړنۍ محکمې د دغه ولایت د ښېوې ولسوالۍ د پخواني ولسوال او امنيه قوماندان په ګډون پنځلس ولسي او پوځي چارواکي له يو تر څلورو کلونو په بند محکوم کړل.

د ننګرهار د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د لومړنۍ محکمې مشر نجيب الله فروتن د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته وويل، د دې محکمې قضايي پلاوي وړمه ورځ دريو قضيو ته رسيده ګي کړې چې پکې یې د ښيوې پخوانی او د اچين اوسنی ولسوال د ځمکې په يوه قضيه کې له دندې د ناوړه ګټې اخېستنې له امله په يو کال تنفذي بند محکوم کړ.

هغه زياته کړه چې بله قضيه يې د ننګرهار د امنيې قومندانۍ د نظارت خانې د امر وه چې د خپل يو ساتونکي سره په درې ـ درې کاله بند محکوم شو.

د ښاغلي فروتن په خبره، نور ۱۵ کسان چې پوځي او ولسي چارواکي دي، د مختلفو جرمنو په تور له یو تر څلورو کلونو بند محکوم شوي دي.

ده وويل چې د محکمې دغه پرېکړې وروستۍ نه وي او دوی د استناف غوښتنه کولی شي.

په دې کسانو کې پر ځینو ناغه یا نغدي جریمه هم اېښودل شوې ده.

د پنجشنبې په ورځ یوې باوري سرچینې بي‌بي‌سي ته وویل چې د هرات پخوانی ښاروال فرهاد نیایش د فساد په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

ښاغلی نیایش چهارشنبه د اګسټ ۱۸مه په کابل کې نیول شوی دی.

فرهاد نیایش د هغو ښاروالانو له ډلې وو چې افغان ولسمشر پخپله ترې ازموینه اخیستې وه او په دنده یې ګومارلی و.

د کال ۳ میلیارد ډالره بډې

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د روڼتیا څار ادارې لخوا د تېر کال اکټوبر میاشتې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې افغانستان کې خلک هر کال درې میلیارد ډالره بډې ورکوي.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د موندنو له مخې؛ تر ناامنۍ او بیکارۍ وروسته، فساد لا هم د افغانستان د خلکو لویه ستونزه ده.

دا نظرپوښتنه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې شوې او نژدې ۸۰۰۰ کسانو پکې برخه اخیستې وه.

خو د ملي یووالي حکومت مشران تل اوسنی فساد له پخواني حکومت په میراث ور پاتې بولي او وايي، د له منځه وړلو هڅې یې کوي.

اړونده مطالب