له هلمنده تر کابله؛ د یوې کونډې غمیزه

. د انځور حقوق .

نن د اګست ۱۹ د بشر دوستۍ نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه سږ کال دا ورځ یا د 'عام خلک هدف نه دي ' په شعار سره لمانځي. جګړې او ناخوالې هغه څه دي چې د افغانستان په ګډون یې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې عام خلک له بېلابېلو ټولنیزو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د دې ورځې په پلمه د هغې ښځې لیدو ته ورغلم چې د جګړو له امله له خپلې کورنۍ سره له هلمنده کابل ته کډواله شوې او اوس د پلازمېنې په لارو کوڅو کې خیرات ټولوي.

نیم مخ یې په تور پړوني پټ کړی و. ویل یې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ځکه یې زه دلته د عایشې په مستعار نامه یادوم. عایشه د کابل ښار ختیځ ته د غځېدلي لوی سړک پر غاړه له سهاره تر ماښامه له تېرېدونکو موټروالو خیر غواړي.

'درو میاشتو کې ۵۵۰۰۰ افغانان بې ځایه شوي'

''نړیواله جنايي محکمه باید افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنه کې مداخله وکړي''

ملګري ملتونه: د افغانستان جګړو کې ۲۵۰۰ ملکي کسان وژل شوي

د هلمند بې ځایه شوي له حکومته نهیلي دي

کورنۍ يې ـ څلور لوڼې او یو زوې ـ په یوه ډاګ کې له نورو بې ځایه شویو کورنیو سره په کوډلو کې اړولي دي. وايي، د هلمند په سنګین کې یې کور او ژوند درلود. خو جګړې هر څه ترې واخیستل.

وایي پر کور یې بمباري وشوه، میړه، یوه لور، لیور او یور یې په کې ووژل شول او خپله یوه سترګه یې په کې له لاسه ورکړه.

''هلمند کې مو ښه ژوند و، مېړه مې بزګر و. ښه روزګار مو و، خو کله مې چې مېړه ووژل شو، ژوند مو ډېر تریخ شو. یوه مړۍ ډوډۍ په سخته مومو. ''

عایشه اوس په یوه کوډله کې چې چت یې په پلاستیک پوښل شوی، له څلورو نورو کورنیو سره چې د هلمند له جګړو یې پناه راوړې یو ځای اوسېږي.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption په ۲۰۱۶ کال کې ۶۶۰ زره او ۶۰۰ کسانو د جنګ جګړو له امله خپل کور او کلی پرې ايښې و.

۱۳ کلن زوی ېې چې د ښوونځي په ۵ ټولګي کې و، اوس نورو ته سپیلني لوګی کوي، چې یوه مړۍ ډوډۍ وګټي، لوڼې یې ځینې وخت د نورو د کورونو کې کارونه کوي. عایشه وايي:

''طالبان به راتلل چې موږ ته پناه راکړئ، که مو نه ورکوله وژلو یې، که مو پناه ورکوله دولت به بمباري کوله له دواړو خوا موږ هدف و ''

پوښتنه مې ترې وکړه، که هلمند بېرته ودان شي ورځې؟

ویل یې:

''هلمند مې وطن دی، هر څوک غواړې خپل ټاټوبي کې ژوند وکړي، د هلمند اوبه مې یادېږي، باغونه یې او هوا یې، ټول مې یادېږي، چې امن وي خود ورځم ''

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو تر ډېره هغوې ته زیان اړولی او هوسا ژوند یې کړاو شوی چې په جګړو کې هېڅ ښکېل نه وو.

د سر له درنو زیانونو ور هاخوا، ډېرې کورنۍ له هېواده بهر او په کور دننه کډوالۍ ته اړې شوي. ماشومان له ښونځيو پاتې شوي، له روغتیایي خدمتونو او سمو خوړو بې برخې شوي دي.

سږ کال ملګري ملتونه د بشرپالنې پر نړیوالې ورځ غواړي د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې جګړو او تاوتریخوالي کې ښکېلو غاړو ته ور په یاد کړي چې ولسي خلک باید هدف ونه ګرځوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د راپور له مخې د ولسي وګړو ډېره مرګژوبله په کابل، هلمند، کندهار، ننګرهار، روزګان، فارياب، هرات، لغمان، کندوز او فراه ولايتونو کې رامنځته شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر جون کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترڅ کابل کې د هغو افغان کډوالو لیدو ته ورغلی و، چې د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي

عایشه او د هغې په شان ډېرې نورې ښځې او کورنۍ به خپلو مېنو ته د بېرته ورګرځېدا په هیله ژوند کوي، خو تر هغه چې پر دې هېواد د جګړې تور سیوري غوړېدلی وي او جګړه کوونکي نړیوالو بشري قوانینو او معیارونو ته پام ونه کړي، د عایشې په شان کسانو شمېر به همداسې مخ په ډېرېدا وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب