يوناما راپور: طالبانو او داعش په ميرزا اولنګ کې ولسي وګړي وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سرپل کې د وژنو په اړه د يوناما رپوټ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وايي لومړنۍ موندنې یې ښيي چې د سرپل ولایت په میرزاولنګ کلي کې لږ تر لږه ۳۶ تنه چې د جګړې له لیکو وتلي کسان هم په کې شامل وو د طالبانو او سیمه ییزو وسله له خوا چې ځان "اسلامي دولت" یا داعش ډلې پورې تړلي ګڼي وژل شوي دي.

دغه موندنې وایي د دې وژنو ډېره برخه له میرزا اولنګ سیمې د عامو خلکو د تېښتې پر مهال رامنځ ته شوې.

په دغه جګړه کې چې د اګست له درېيمې تر پنځمې وشوه، د شاوخوا ۵۰ ولسي وګړو د وژل کېدو ریپوټ ورکړل شوی و او د یو شمېر کسانو د سرونو د غوڅېدلو ادعا هم شوې وه.

یوناما ویلي د دوی د بشري حقونو ډلو له هغو کسانو سره خبرې کړي چې د پېښې شاهدان و.

یوناما وايي لومړنۍ څېړنې یې ښيي چې په ميرزا اولنګ کې د وژنو لږ تر لږه نيمايي د اګست په پنځمه هغه مهال شوې چې د دولت مخالفو وسله والو له سیمې نه د کورنيو د وتلو مخه ونيوله او د ښځو او کوچنیانو له بېلولو وروسته يې ۱۸ کسان ووژل.

د انځور حقوق د سرپل ولايت مطبوعاتي دفتر
Image caption د يوناما د بشري حقونو د دفتر مشره هم د سرپل ولايت ته تللې وه

په همدې حال کې د سرپل ولایت والي ظاهر وحدت له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د یوناما له خوا په میزاولنګ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خپرې شوې شمېر نه شي "تاییدولی" ځکه چې په وینا یې د یوناما څېړنه "بشپړه نه" ده.

يوناما وايي په وژل شوو کې ولسي وګړي او د جګړې له کرښو وتلې دولت پلوې ملېشې شاملې وې. د یوناما موندنې ښيي چې د يوې مېرمنې په ګډون نور کسان بیا هغه مهال ووژل شول چې له کلي يې د تېښتې هڅه کوله.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي یاماموتو ویلي، د ملکيانو او د جګړې له لیکو د وتلو کسانو په نښه کېدل غندي او د نړیوالو قوانیو خلاف یې بولي.

نوموړي ویلي، له هغو کسانو باید پوښتنه وشي چې دا وژنې یې کړې دي.

د انځور حقوق د سرپل ولايت مطبوعاتي دفتر
Image caption ميرزا اولنګ ته د امنيتي ځواکونو له ننوتو وروسته د سرپل والي محمد ظاهر وحدت هم دغې سيمې ته تللی و

یوناما د خپلو موندنو په پایله کې ویلي د هغو ادعاوو لپاره يې شواهد نه موندلي چې ګواکې هلته له خلکو سرونه پرې شوي او يا جنسي تېري شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت وايي په دې اړه نورو پلټونو او څېړنو ته اړتیا شته چې آیا دغو وژنو فرقه یي اړخ درلود که څنګه.

د یوناما راپور دولت ضد ډلو ته سپارښتنه کړې چې په لوی لاس د ملکي وګړو له په نښه کولو لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې ځينې راپورونه وايي چې د میرزاولنګ سیمې ګڼې برخې بېرته د دولت د وسله والو مخالفینو لاس ته پرېوتې او هغه کورنۍ چې په یادو جګړو کې بې ځایه شوې وې لا هم د سرپل په مرکز کې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب