اشرف غني: د قانون په نشتوالي کې اقتصادي وده او پانګونه ناشوني دي

ر د انځور حقوق ارګ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د یوه باثباته او بې ثباته دولت توپیر د قانون په حاکمیت پورې تړلی دی او د قانون حاکمیت د ثبات وسیله ده.

د نوموړي په خبره، د قانون په نه موجودیت کې اقتصادي وده او پانګونه ناشوني دي..

ولسمشر غني دا خبرې د یکشنبې په ورځ د قضایي ستاژ یا عملي زدکړو دېرشمې دورې د ۲۹۷ فارغانو سره لیدنه کې وکړې، چې ۵۷ تنه یې ښځینه قاضۍ دي.

* اشرف غني او د امان الله خان نيمگړې لار

* اشرف غني: د غلو ملاتړ له افغانستان سره جفا ده

* اشرف غني: پاکستان دې د لندن ژمنې پر ځای کړي

قضايي ستاژ کورس په ۱۳۴۷ کال کې د قضایه قوې د قضایي کار د روزنې او عدالت د تامین په موخه جوړ شوی او تر دې مهاله یې د ۴۱۶ مېرمنو په ګډون ۲۴۸۷ تنه د هېواد په بېلا بېلو محکمو کې د مسلکي قاضیانو په توګه د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، افغان ولسمشر نویو فارغانو ته سپارښتنه وکړه چې د عدالت پلي کولو په لار کې غاصبانو او زورواکو ته اجازه ور نه کړي چې د دوی پریکړې اغېزمنې کړي.

"د قاضي پر وړاندې باید غني او فقیر، مسلمان او نامسلمان، نارینه او ښځې یو ډول وي او یو پر بل برتري ونه لري، که چېرې تاسې وزیر ته پر فقیر برتري ورکړه، نو عدالت مو تر پښو لاندې کړ، خو که فقیر مو له وزیر سره برابر وګاڼه نو عدالت مو تامین کړ ".

قضايي پرېکړو کې د زورواکو لاس

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوه ډله افغان ځوانان انځورګرۍ سره د فساد ضد مبارزه کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر سرپرست شاه حسن مرتضوي بي بي سي ته وویل، د دوی څېړنې ښیي چې د قضايي ادارو په یو شمېر پرېکړو کې په مستقیم یا نامستقیم ډول د زورواکو لاس وي.

د ښاغلي مرتضوي په خبره، قضايي او عدليي بنسټونه باید د یوه خپلواک بنسټ په توګه د قانون پلي کولو په چوپړ کې وي او د افغانانو هیله هم همدا ده.

"دا چې له څو کلونو راهیسې موږ په سختو او ستونزمنو حالاتو کې وو نو اوس خلک تمه لري چې عدالت په ټولو برخو کې پلی شي".

ولسمشر محمد اشرف غني څه کم درې کاله مخکې د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې ویلي و چې په افغانستان کې د نورو بنسټونه پرتله په قضايي ادارو کې ډېر فساد شته او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې په قضايي ادارو کې د فساد ورکولو هوډ لري.