“د بکارت معاینه د ښځو ژوند ګواښلی شي”
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د بکارت معاینه د ښځو ژوند ګواښلی شي"

د ځینو فعالانو په وینا د افغانستان په شان تړلې ټولنه کې چې ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي دا ډول معاینې د هغو ژوند ګواښلی شي.

د اروا پوه شمس الحق ضیا په وینا دا ډول معاینې، نه یوازې نجونې په کورنیو کې بې باوره کوي بلکې په ډېرو مواردو کې یې ان ځان وژنې ته اړ باسي.

په کابل کې زموږ همکارې آریا احمدزۍ په همدې تړاو له ښاغلي شمس الحق ضیا سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې، د دې ډول موضوعاتو په تړاو د ټولنې غبرګون څومره ژور اغېز پر قرباني کس پریښودلی شي.