بحث: د نجونو د بکارت معاینه څه ستونزې راټوکولی شي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بحث: د نجونو د بکارت معاینه څه ستونزې راټوکولی شي؟

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له حکومته غوښتې دی کومو سیمو کې چې د نجونو د بکارت معاینې ترسره کول دوام لري د مخنيوي لپاره یې ګامونه واخلي.

دا کمیسون وايي سره ددې چې د معاینې د ودرولو په برخه کې پرمختګ شوی خو له دې سره سره کابل او ځینو ولایتونو کې دوام لري .

نړیوال سازمانونه وايي چې دا معاینه علمي نه ده او نشي کولی څه ثابته کړي. ددې معاینې له تېریدو وروسته اغیزمنې شوې نجونې د روحي کړاو سره مخامخ کېږي.

یو شمېر هغه نجونو چې ددې معاینې نه تېر شوي په ژوند یې د ژور منفی اغېز په اړه خبرې کړي دي.

په بحث کې ارواپوهه ډاکتره ارم ارشاد په پېښور کې او ډاکتره اویدا دهیار په برتانیا کې دي.

د بحث وړاندې کوونکی عنایت الحق یاسیني.