ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

د انځور حقوق Getty Images

له نږدې اوه میاشتې ځنډ او انتظار وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان جګړې په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړه.

ډونلډ ټرمپ وویل، له افغانستان د امریکايي ځواکونو بېړندي وتل به تشه رامنځ ته کړي چې "ترهګر" به یې ډکه کړي، ځکه به تر هغه افغانستان کې امریکايي ځواکونه جګړه کوي چې ویې ګټي او تر هغه به له وسلوالو طالبانو او نورو ډلو سره جنګ کوي چې مات یې کړي.

وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټرمپ دا ستراتیژي د جګړې پر دوام ټینګار بللی او وايي، چې د دوی پرضد به جګړه کوي:

"ترهغو چې یو امریکايي عسکر هم زموږ په هېواد کې وي او امریکايي مشران جګړیزه تګ لاره تعقیبوي موږ به په پیاوړې روحیه، پوره عزم او لا ډير متانت سره د هغوی په وړاندې جهاد کوو".

د امریکا نوې ستراتیژي: د افغانستان هرکلی او د چین نیوکه

ولسمشر ټرمپ ته د وسلوالو طالبانو لیک

افغانستان او امریکا د ګټې ښه ملګري کېدلی شي؟

د امریکا ولسمشر د خپلې افغان ستراتیژي د اعلانولو پر مهال وویل، واشنګټن سره له دې چې له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته وکړه، بیا هم دغه هېواد د ترهګرو پټنځی دی.

"موږ پاکستان ته په میلیاردونو ډالر ور کړل، خو په دغه مهال پاکستان د هغو ترهګرو پټنځی و چې موږ ور سره جګړه کوله".

د هغه په خبره،"امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي".

د ښاغلي ترمپ په خبره، اوس د دې وخت راغلی چې پاکستان د تمدن، تظم او سولې په هکله خپلې ژمنې وښيي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ له ستراتیژي اعلانونو مخکې له پوځي چارواکو سره.

نوموړي په ورته مهال وویل، امریکا باید د ترهګرو د بیا ژوندي کېدلو مخنیوی وکړي او پاکستان ته یې خبرداری ور کړ چې که د ترهګرو ملاتړ نور هم کوي، نو ډېر تاوان به کوي

"موږ په پاکستان کې د ترهګرو ډلو لکه طالبانو او نورې هغه ډلې چې سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښوي د خوندي پټنځیو په هکله نور چوپ نشو پاتېدلی، پاکستان که له موږ سره مرسته کوي ډېر څه به ترلاسه کړي او که مرسته نه کوي او د ترهګرو ملاتړ کوي ډېر څه به له لاسه ور کړي.

* "امریکا پر پاکستان د جزايي لارو په لټه ده"

* ډونلډ ټرمپ: افغانستان کې ګډوډي په میراث را پاتې ده

د نوموړي په خبره، په تېر کې پاکستان د ایتلاف غړی و، خو ورته مهال یې هغو ډلو ته هم ځای ور کړی و، چې امریکایان یې وژل، خو نور به دا حالت بدلېږي.

په واشنګټن کې د افغان سفارت د پوځي برخې مشر احمد شاه کټوازی وايي، افغان ملت او دولت له ۱۶ کلونو راهیسې دا تکراروي چې اصل مشکل د پاکستان بهرني سیاست کې دی او هغوی ترهګر روزي او بیا یې افغانستان ته رالېږي، چې له امله یې افغانستان بې ټیکاوه او امریکايي پوځیان وژل کېږي.

د هغه په خبره، د ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله خبرې دا زبادوي چې د افغانانو خبره اوس امریکایانو هم منلې ده.

له پخوانیو ستراتیژیو سره د اوسنۍ پوپیر

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کي د امریکايي ځواکونو لوی قومندان دا ستراتیژي د افغانستان او سیمې په هکله د واشنګټن نوی دریځ بولي.

په امریکا کې سیاسي شنونکی شېر جان احمدزی د ډونلد ټرمپ په ستراتیژي کې د نورو امریکايي ولسمشرانو د ستراتیژیو پرتله دوه توپیرونه ویني.

نوموړی د افغان جګړې په تړاو د امریکا اوسنۍ ستراتیژۍ کې یو توپیر د سیمې په کچه بولي او وايي، ډونلډ ټرمپ پاکستان ته په خبرداریو سره غواړي د ستونزې اصلي سرچینه پیدا کړي او هغه پاکستان دی چې ټرمپ هم یاده کړه.

* "پاکستان اوس په امريکا کې ډېر ملگري نه لري"

* مک‌ماسـټر: له طالبانو د پاکستان ملاتړ د زغم نه دی

د هغه په خبره، د افغانانو هم دا غوښتنه وه چې افغانستان کې د ستونزې حل پر پاکستان فشار اچول دي خو امریکا او نړیوالې ټولنې تراوسه پر پاکستان دا لازم فشار نه دی اچولی چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پپټنځي له منځه یوسي.

نوموړی وايي، ډونلډ ټرمپ پر اسلام اباد د فشار اچولو لپاره پر پاکستان پوځي مرستې بندولی شي:

دوی دا پرېکړه کړې هم ده او اوس د افغان جګړې له امله اسلام اباد ته هغه مرستې نه ور کوي، دا ډول نورې مرستې هم بندولی شي.

پاکستان به څه کوي؟

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان وايي، چې د امریکا پرضد به له جګړې لاس وا نخلي.

تيرو څو میاشتو کې د امریکا پوځي او سیاسي چارواکي اسلا اباد ته تلل.

ان د امریکا د مشرانو جرګې د وسلوالو خدمتونو جرګه ګۍ مشر جان مکېن د دغه هېواد د پوځ مشر سره وزیرستان ته لاړ.

پاکستاني چارواکو په دغه سیمه کې د وسلوالو طالبانو پرضد د عملیاتو معلومات ور کړل.

خو له دې لیدنو وروسته به چې اسلام اباد کې د امریکا له سفارت کومې اعلامیې خپرېدلې هغو کې به دا را تلل چې امریکايي چارواکي له پاکستان غواړي خاوره یې د ګاونډیانو پرضد د بریدونو لپاره ونه کارېږي.

* ناټو: باید پاکستان کې د وسله والو پټنځیو ته پام وشي

* مشرف: د پاکستان پوځ افغان جګړه کې پیسې ونه ګټلې

اسلام اباد کې خبریل طاهر خان وايي، په پاکستان کې د شنونکو او چارواکو دا نظر و چې د افغانستان لپاره د ټرمپ له ستراتیژي وروسته به د پاکستان لپاره ستونزې نورې هم زیاتې شي.

"پاکستان له پخوا دا خبره درک کړې او د پخوا پرتله چین او روسیې ته اوس ډېر نږدې شوی دی، خو فکر نه کېږي چې هغوی په هره خبره او نظر له اسلام اباد سره ودرېږي".

د نوموړي په اند، پاکستان کې دا نظر شته چې امریکا سره داسې حالت ته ور تلل د پاکستان لپاره ستونزمن وي او اسلام اباد به په دې غور کوي چې د واشنګټن اندېښنو ته ځواب ووايي: ځکه پاکستان کې هم داسې خلک شته چې نه غواړي له امریکا سره حالات ډېر خراب شي.

د پاکستان لپاره بل خطر او تاوان

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا مشرانو جرګه کې د وسلوالو خدمتونو د کمېټې مشر جان مکېن هم له امریکايي چارواکو غوښتي چې پر پاکستان فشار زیات کړي.

د امریکا ولسمشر د خپلې افغان ستراتیژي د اعلانولو پر مهال هند په دې وستایه چې له افغانستان سره یې د بیا رغونې په برخه کې مرسته وکړه. نوموړي پر نوي ډېلي غږ وکړ چې په دې برخه کې خپلې مرستې روانې وساتي.

ډونلډ ټرمپ د افغانستان ستراتیژي له پیسفیک سیمې سره وتړله او دې کې به هند ډېر مهم رول لري.

* د پاکستان لپاره افغانستان غوره دوست کېدلی شي

* اڅکزی: د پاکستان اخلاص د افغانستان ۶۰٪ مسلې اوارولی شي

امریکا په دغه ګام سره د پاکستان سیال هند ته نوره هم نږدې شوه، چې افغانستان کې سوله او ټیکاو غواړي.

شېر جان احمدزی دا چاره د پاکستان لپاره تاوان او خطر بولي او وايي، چې کوم هېواد هند ته نږدې کېږي، پاکستان ته ناکامي ده:

"اوس پاکستان امریکا له لاسه ور کړه او هند ته یې ور وغورځوله، اوس د امریکا پام هند ته زیات شو، اوس نه یواځې افغانستان بلکې د نړۍ په کچه هم د هند په هکله مثبت بدلون راتللی شي".

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا دا مهال افغانستان کې ۸۴۰۰ پوخیان لري.

شېرجان احمدزی وايي، له پخوانیو افغان ستراتیژیو سره د ټرمپ د اوسنۍ تګلارې بل توپیر دا دی چې له افغانستان سره مرستې کول او د پوځ شمېر ډېرول یا وېستل به د حقایقو پر بنسټ به وي نه د مهالووېشل مخې.

د نوموړي په خبره، ولسمشر اوباما ستراتیژي ناکامه په دې وه چې له افغانستان یې ځواکونو کمولو لپاره مهالوېش جوړ کړ او دې چارې دوښمن منتظر کړ او بیا یې بریدونه پیل کړل

تمه وه چې ډونلد ټرمپ افغانستان ته د څو زرو تازه دم سرتېرو استول اعلان کړي، خو نوموړي په پخوانیو ادارو په نیوکې سره وویل: موږ به د خپلو ځواکونو د شمېر او پلانونو په هکله خبرې ونه کړو.