د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا نوې تګلاره ستایلې ده، خو طالبانو رد کړې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا نوې تګلاره ستایلې ده، خو طالبانو رد کړې

افغان ولسمشر اشرف غني د ډونلډ ټرمپ د پرېکړې هرکلی کړی، او د امريکا له وګړو یې مننه کړې، چې په وينا يې د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه کې تر څنګ ولاړ دي. طالبانو بيا د ښاغلي ټرمپ سټراټيژي رد کړې او هوډ يې ښوولی چې خپله جګړه به روانه ساتي، او ګوتڅنډنه یې کړې چې په خبره به یې افغانستان د امريکا لپاره پر هديره واوړي. اریا احمدزۍ له کابله رپوټ لري: