امریکا: موږ هر هغه ځای په نښه کوو چې ترهګر پکې اوسي

د انځور حقوق Reuters

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن پر اسلام اباد د فشار زیاتولو لپاره د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د طالبانو ضد مبارزه کې سختي وښيي او که داسې نه کوي ښايي د واشنګټن ملاتړ له لاسه ور کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپل ټویټ کې د رېکس ټېلرسن له خولې وايي: موږ به هر هغه ځای په نښه کړو چې ترهګر پکې اوسي.

نوموړی خبرداری ور کوي، هغه کسان دې خبر وي چې ترهګرو ته پټنځي ور کوي.

* ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

* ولسمشر ټرمپ ته د وسلوالو طالبانو لیک

دا په داسې مهال ده چې پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې ورځې د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې دا هېواد د طالبانو پټنځی نه دی.

خو رېکس ټېلرسن د ډونلډ ټرمپ له خبرو یوه ورځ وروسته د افغان ستراتیژۍ په شاربلو کې په ټینګار سره پر پاکستان نیوکې وکړې.

"پاکستان ځانګړی مهم رول لوبولی شي، په تېره د سولې مېز ته د طالبانو کېنولو کې. پاکستان هم له ترهګرۍ زیانمن شوی، د پاکستان خلک له ترهګرۍ سخت زیانمن شوي دي. موږ له پاکستان سره مرستې ته چمتو یو، چې په خپله خاوره کې له ترهګرو ډلو سره مقابله وکړي، خو اول باید خپل چلند بدل کړي".

د هند ستایل

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان وايي، طالبانو ته پټنځي نه ور کوي.

امریکا او پاکستان دوه ستراتیژیک ملګري بلل کېږي، خو ښاغلي ټېلرسن د سې شنبې ورځې څرګندونو کې هند په دې وستایه چې افغانستان کې د وضعیت ښه والي سره مرسته کوي.

ډونلډ ټرمپ هم د افغان ستراتیژي په بیانولو کې د هند د مرستو یادونه وکړه او ترې ویې غوښتل چې خپل رول نور هم زیات کړي.

د امریکايي چارواکو دا څرګندونې له نوي ډېلي سره د واشنګټن د اړیکو زیاتولو په برخه کې د پاکستان د ګواښلو په مانا دي، ځکه اسلام اباد یې خپل اصلي سیال بولي او له رامنځ ته کېدلو راهیسې یې اړیکي ور سره له تاوتریخوالي ډک دي.

* افغانستان او امریکا د ګټې ښه ملګري کېدلی شي؟

* اشرف غني: پاکستان دې د لندن ژمنې پر ځای کړي

له دې سره سره په تېرو څو لسیزو کې پاکستان او امریکا د دوو اصلي ملګرو په څېر تل ښه سیاسي او نظامي اړیکي لري او اسلام اباد سره له دې چې د ناټو تړون غړی نه دی هر کال له امریکا سل میلیون ډالر مالي مرسته ترلاسه کوي.

خو اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې افغانستان کې د "بریالیتوب" لپاره واشنګټن د اسلام اباد مرستې ته اړتیا لري او که همکاري نه کوي ممکن امریکا له پاکستان سره پر اړیکو بیا کتنه وکړي.

"پاکستان نور ترهګرو ته پټنځي نشي ور کولی"

د انځور حقوق ارګ
Image caption افغان ولسمشر وايي، د امریکا ملاتړ ځانګړی مهالوېش نه لري.

په ورته مهال افغان ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې له ترهګرۍ سره جګړې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژي هرکلی کوي او له پاکستان غواړي چې له کابل او واشنګټن سره ودرېږي.

ولسمشر غني چې د سې شنبې په ورځ کندهار ته تللی و، وویل امریکا د افغانستان ګاونډي ته روښان پیغام ور کړ چې نور ترهګرو ډلو ته پنا نشي ور کولی.

"نن زموږ لپاره مهمه ورځ ده، ځکه چې د امریکا ولسمشر داسې خبرې کړې چې هیله ده ټولو به اورېدلې وي، که مو اورېدلې نه وي، پیغام یې دا و چې نور امریکا د ځانګړي مهالوېش له مخې د افغانانو ملاتړ نه کوي".

خو پاکستان د تل په څېر دا خبره رد کړه چې القاعده او طالب مشرانو ته یې پنا ور کړې ده.

د ډونلډ ټرمپ وینا ته په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، چې د امریکا حکومت د پاکستان د حکومت او ولس قرباني هېره کړې ده.

د خواجه اصف په خبره، کوم بل هېواد د پاکستان په څېر د ترهګرۍ ضد جګړه کې پانګونه نه ده کړې.

دغه وزارت د بیانیې په خپرولو سره زیاته کړه چې پاکستان هیچا ته هم اجازه نه ور کوي چې خاوره یې د بل پرضد وکاروي.

د پاکستان د کابینې غونډه کې د سې شنبې په ورځ پرېکړه شوې چې د اګسټ پر ۲۴ملي امنیت شورا ناسته جوړه او د ډونلډ ټرمپ پر پالیسۍ له غور وروسته خپل ټولیز دریځ څرګند کړي.

وسلوال طالبان هم د ډونلډ ټرمپ نوې ستراتیژي ته په غبرګون کې وايي، چې افغانستان به د امریکايي پوځیان په هدیره بدل شي.

ورته مطالب