غني: د ټرمپ ستراتيژي پاکستان ته د چلند بدلولو چانس دی

ر د انځور حقوق ارګ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان په هکله د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ستراتیژي پاکستان ته د خپل چلند بدلولو په هکله د چانس ور کولو په مانا ده.

ولسمشر غني وویل، د ډونلډ ټرمپ د ستراتیژي پاکستان ته دا چانس ور کوي چې پر خپل پخواني چلند او دود غور وکړي.

ډونلډ ټرمپ په خپله ستراتیژي کې پر پاکستان نیوکه وکړه چې له امریکا د میلیاردونو ډالو د ترلاسه کولو پر مهال له طالبانو او نورو هغو جنګي ډلو سره مرسته کوي چې امریکايي پوځیان وژني.

نوموړي پاکستان ته خبرداری ور کړ چې که د ترهګرو ملاتړ کوي ډېر تاوان به وکړي.

* ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

* "د ټرمپ وینا د پاکستان لپاره بد زېری"

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډونلډ ټرمپ له څرګندونو وروسته وویل، چې دوی د کوم بل هېواد پرضد خپله خاوره کې چا ته د فعالیت اجازه نه ور کوي.

افغان ولسمشر زیاته کړه چې بې ثباته افغانستان د هیچا په ګټه نه دی، خو پر پاکستان به ډېر اغېز ولري.

"موږ له پاکستان سره دولت په دولت سوله غواړو تلپاتې سوله غواړو".

د هغه په خبر، په جګړه د کلونو تېرولو پرځای د سولې خبرو ته پکار دی.

افغانستان د تېرو کلونو افغانستان نه دی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي، که پاکستان خپل چلند نه بدلوي تاوان به وکړي.

هغه په ورته مهال پاکستان ته خبرداری ور کړ چې افغانستان ته د تېرو کلونو د هېواد په سترګه نه ګوري.

"افغانستان پخوانی افغانستان نه دی، د همکارۍ ډېرې لارې لرو، خو له سیاسي لارې له ګاونډیو سره ښه اړیکي غواړو او هیله ده په دې برخه کې زموږ ګاونډی ملک پیغام واوري او د دې اړیکو لپاره شرایط بدل کړي".

وسلوالو طالبانو هم وویل، چې د امریکا پرضد به جګړه کوي او افغانستان به د امریکايي ځواکونو پر ګور بدل کړي.

* خلیلزاد: د افغانستان د ستونزو مور پاکستان دی

* اشرف غني: پاکستان دې د لندن ژمنې پر ځای کړي

خو افغان ولسمشر اشرف غني وویل، د وسلوالو په مقابل کې د افغان ځواکونو د بریالیتوب پر شرایطو پوهېږي خو بیا هم طالبانو ته د سولې خبرو ور پرانیستی دی:

"موږ په دې پوهېږو چې د بریالیتوب شرایط برابر دي خو بیا هم در باندې غږ کوو چې د سولې لار ونیسئ. د خبرو لار ونیسئ، موږ د جرګو وطن یو د جرګو او مرکو وطن خپل هیڅ وګړی هم نه ځوابوي، خو هغه وګړی هم باید خپل وطن خرڅ نه کړي".

اشرف غني وویل، چې دا اوسنی وضعیت طالبانو ته یو پړاو دی چې پر شرایطو پوه شي او له جګړې لاس واخلی او په افغانستان کې د نورو کونډو او بورو د زیاتېدو سبب نه شي.

هغه دا هم وویل چې له طالبانو سره د سولې اراده لري او د بېلګې په ډول یې له اسلامي ګوند سره سوله یاده کړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وسلوال طالبان پر جګړه ټینګار کوي.

ورته مطالب