په هلمند کې د افغان ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو

د انځور حقوق Abdullaziz Safdari
Image caption د پېښې ځای

د هلمند د والي ویاند وايي، یوه ځانمرګي خپل موټر بم د افغان پوځ له موټرو سره جنګولی دی.

عمر ځواک بي بي سي ته وویل، افغان ځواکونه لښکر ګاه ښار کې له امنیه قومندانۍ سره نږدې ولاړ و چې ځانمرګي خپل موټر د دوی له یوه زرغرګاډي سره وجنګاوه.

ښاغلي ځواک په سیمه کې د بي بي سي خبریال مامون دراني ته وویل، په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي.

په وژل شویو کې دوه پوځیان، دوه مېرمنې او یو ماشوم دی. په ټپیانو کې دوه نظامیان او پاتې ولسي وګړي دي.

په هلمند کې ځايي خبریالانو بي بي سي ته وویل، د پوځ سرتېري میاشتنۍ تنخا اخیستلو ته ټول شوي وو چې د اچاودنه پرې نږدې ۱۱ بجې وشوه.

په روژه کې هم په هلمند کې پر افغان امنیتي ځواکونو هغه مهال خونړی برید وشو چې د تنخا اخیستلو لپاره دې سیمې ته تللی وو.

د انځور حقوق Abdulaziz Safdari
Image caption موټر بم د افغان پوځ له زغرګاډي سره جنګول شوی.

دا د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژي له اعلان وروسته لومړنی ځانمرګی دی.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو ځايي چارواکي دا ډول پېښې د طالبانو کار بولي.

وسلوال طالبان هم د دا ډول ډېرو پېښو مسوولیت مني.

تېره ورځ د امریکا له نوې ستراتیژۍ اعلان وروسته دې ډلې وویل چې دا تګلاره افغانستان کې د جګړې د دوام په مانا ده او دوی به جګړه کوي.