عبدالله: حکومت د سولې خبرو اترو پیل ته هېڅ شرط نه لري

عبدالله د انځور حقوق CEO office
Image caption د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان سره د ښاغلي عبدالله په وینا د سولې د خبرو اترو لپاره "ښه فرصت برابر شوی".

د سپینې ماڼۍ له خوا د افغانستان لپاره د ستراتیژۍ له اعلان یوه ورځ وروسته د افغان حکومت لوړپوړيو چارواکو د دولت له مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو د شونتیا خبرې راپورته کړې دي.

د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د دولت مخالفین سولې ته رابللي او وايي، حکومت له مخالفینو سره د خبرو اترو د پیل کولو لپاره هېڅ ډول شرط نه لري.

پرون د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې خپله تګلاره اعلان کړه چې ټینګار یې افغانستان کې د ده په وینا "د ترهګرۍ پر ځپلو"و. افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د دغه اعلان هرکلی وکړ، افغانستان کې یې د ثبات راتلو ته خوشبیني څرګنده کړه.

د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان سره د ښاغلي عبدالله په وینا د سولې د خبرو اترو لپاره "ښه فرصت برابر شوی".

خو پرون وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې له خپرولو سره د ټرمپ ستراتیژي د جګړې پر دوام ټینګار وباله او ویې ویل، د امریکایانو پرضد به جګړه کوي.

ښاغلي عبدالله د سولې د عالي شورا له غړو سره په کتنه کې ویلي، په کار ده چې "وسله وال مخالفین هم د سولې د تامین لپاره له موقه استفاده وکړي".

د انځور حقوق CEO office
Image caption کریم خلیلي د ښاغلي حکمتیار نیوکو ته په اشارې ویلي، دوی به داسې "عمل"وکړي چې دغه تورونه ناسم ثابت شي.

په دغه ناسته کې د سولې د شورا مشر محمد کریم خلیلي ویلي، هڅه کوي طالبان د سولې بهیر ته راوبولي او بل دا چې د سولې لپاره جوړه شوې ستراتیژي یې وروستۍ کړې ده. ښاغلي خلیلي د سولې د شورا د سیمه ییزو استازولۍ اوسنی"غیرفعال" حالت "خنثی" بللی او ویلي یې دي چې د سولې ولایتی کمېټو ته یې "درې میاشتې ضرب الاجل ټاکلی چې خپلې طرحې ورولېږي."

بل لور ته د ولسمشرغني د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ دفتر (یوناما) له مشر سره د سولې پر بهیر غږېدلی دی.

د ملي امنیت د شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي اتمر تادامیچي یاماموتو ته د "کابل پروسه" هغه هڅه بللې چې افغان چارواکو د سولې او روغې جوړې د بهیر د چټکتیا په موخه ترسره کړه.

څو وروځې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سولې پر عالي شورا کلکه نیوکه وکړه چې "فعالیت او اغیزمنتوب"یې نشته او داسې کسان په کې په کار ګومارل شوي چې طالبانو له هغوی سره خبرو ته نه هڅېږي.

د انځور حقوق NSC
Image caption حنیف اتمر له تادامیچي یاماموتو سره پر امنیتي وضعیت هم خبرې کړې دي.

کریم خلیلي د ښاغلي حکمتیار نیوکو ته په اشارې ویلي، دوی به داسې "عمل"وکړي چې دغه تورونه ناسم ثابت شي.

د سولې د عالي شورا د پخواني او د جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني تر مړينې وروسته، ښاغلی خلیلي د غبرګولي پر ۱۵ د سولې د عالی شورا مشر وټاکل شو چې تر هغه وړاندې د دغې شورا مرستیال و.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، د دوی د جګړې او مخالفت اصلی لوری امریکا ده او هېڅکله هم له افغان دولت سره سوله نه کوي. دی وايي، هرکله چې امریکا د دوی شرایط ومني له افغانستانه وتلو ته زړه ښه کړي دوی به له جګړې لاس واخلي.

افغان او بهرني چارواکي هڅه کوي پاکستان قانع کړي چې طالبان د مذاکرې میز ته وهڅوي خو پاکستان ادعا کوی دوی پر افغان طالبانو دومره اغېز نه لري.