د افغان- امریکا همکاریو د پليتابه سند لاسلیک شو

د انځور حقوق ارګ
Image caption د سند لاسلیکولو غونډه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړو پوړو افغان چارواکو په ګډون له امریکايي لوري سره د افغان-امریکا د همکاریو تړون د پلي کېدو د پیلولو سند لاسلیک کړ

د سند لاسلیکولو مراسمو کې په کابل کې د امریکا د سفارت سلایار(شارزدافیر) او د امریکايي ځواکونو لوی قومندان جان نیکلسن سره یوه امریکايي پلاوي هم ګډون کړی و.

* کابل او واشنګټن ستراتیژیک تړون لاسلیک شېبې

* 'ستراتیژیک تړون اوږدمهالې پاتې کېدو ته لار هواروي'

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د سند لاسلیکولو پر مهال ولسمشر غني وویل، امریکا د افغانستان بنیادي ملګری دی او دواړه هېوادونه متعهدانه او په ګډ لیدلوري د ښه راتلونکي لپاره کار کوي.

دغه سند د دوه اړخیزو همکاريو پر بنسټ جوړ شوی او افغان حکومت ځان ژمن بولي چې ادارو کې ژور سمون راولي.

د افغان -امریکا ستراتیژيک تړون د پلیتابه پیل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان- امریکا ستراتیژيک تړون د پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او بارک اوباما پر مهال لاسلیک شو.

په امریکا کې د افغان سفارت یو ډيپلوماټ احمد شاه کټوازی وايي، د تړون موخه دا ده چې دواړه لوري لاسلیک شوي افغان امریکا ستراتیژیک تړون کې د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره له یو بل سره څه ډول همکاري وکړي.

د نوموړي په خبره، په هغه تړون کې امریکا ژمنه ده چې افغان دولت، د افغانستان ډیموکراټیک ارګانونوه او امنیتي ادارې په تېره هوايي ځواک پیاوړی کړي.

* د امنیتي تړون لاسلیک

* له امنیتي تړون سره د ایران مخالفت

احمد شاه کټوازی وايي: " د هغه تړون له مخې افغان حکومت ژمنه کړې چې په څلورو برخو اقتصادي پراختیا او همکاري برخه، د ښې دولتدارۍ او فساد ضد مبارزې برخه، امنیتي برخه او د سولې او پخلاینې برخه کې کار وکړي":

ښاغلی کټوازی زیاتوي، دغو څلورو برخو کې مختلف معیارونه دي چې افغان حکومت به یې ټاکلي وخت کې تر سره کوي:

"د مثال په ډول د اقتصادي پراختیا برخه کې پټلۍ چې څومره وخت کې د افغانستان له لارې تاجکستان او پاکستان سره ونښلول شي، د ټاکنو سیستم کې سمون را وستل، د ولسي جرګې ټاکنې او د ښځو ونډه جلا برخه ده چې هغه کې باید کار وشي".

څلور جرګه ګۍ

ر د انځور حقوق ارګ
Image caption ولسمشر وايي، د سند پلي کولو لپاره باید همغږې او دوامداره غونډې وشي.

د سند لاسلیکوالو پر مهال د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم وویل، چې څلورګونې کمېټې به د ښې حکومتولۍ، سولې، امنیت او اقتصاد په برخو کې کار وکړي.

محمدحنیف اتمر زیاته کړه، د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري د دوه اړخیزو ژمنو په اساس رامنځته شوې او افغانستان د بنیادي اصلاحاتو راوړلو ته ژمن دی.

ولسمشر غني هم وویل، چې د دې سند د عملي کولو لپاره باید د همغږۍ منظمې غونډې جوړې شي او همکارۍ په دوامداره توګه وي.

* هند او افغانستان ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ

* برتانیا سره د ستراتیژیک تړون د عملي کېدو پر سر خبرې

په حکومت کې ژور سمون را وستل د افغان حکومت برخه ده خو تراوسه څارونکي د حکومت له دې هڅو قانع نه دی

خو کټوازی وايي اوسنی افغان ولسمشر په دې برخه کې سمون را ولي او کلکه اراده یې لري.

دا سند تر هغه دوه ورځې وروسته لاسلیک شو چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه.

په ستراتیژي اعلانولو کې ډونلډ ټرمپ ټینګار وکړ چې له افغان حکومت سره به په مختلفو برخو کې همکاري کوي.

افغان - امریکا ستراتیژیک تړون

د انځور حقوق ارګ
Image caption په دې ناسته کې د امریکا پوځي او ډيپلوماټیک پلاوي ګډون درلود.

افغان - امریکا ستراتیژیک تړون د ۲۰۱۲ کال د مۍ پر ۲ د امریکا پخواي ولسمشر بارک اوباما له خپل افغان سيال حامد کرزي سره په کابل کې لاسليک کړ.

د ستراتيژيکو همکاریو دا تړون په ٢٠١٤ کال کې د ناټو د ماموريت تر بشپړېدو وروسته د دواړو هېوادو ترمنځ د پوځي او ملکي ملگرتيا په اړه دى.

د متحده ايالتونو او افغان حکومت پلاوو د دې تړون لپاره نږدې يو نيم کال خپلمنځي خبرې وکړې.

ورته مطالب