"امریکا په افغانستان کې له جګړې پرته بل بدیل نه لري"

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د ناټو لوی قومندان وایي، چې وسلوال طالبان له خبرو پرته بله لار نه لري.

له افغانستان د وتلو لار نشته؛ دا د امریکايي ورځپاڼۍ نیویارک ټایمز د یوه تحلیلي مطلب سرلیک دی.

دغه ورځپاڼه لیکي، امریکا په افغانستان کې په تیرو یوه نیمه لسیزه کې بیلابیلې لارې وکارولې، مالي مرستې، له پاکستان سره نرمي او بیا سختي، له طالبانو سره دیپلوماسي، پوځي عملیات، له افغان حکومت سره مرستې او د ډیرو ځواکونو استول خو د ټولو لارو پایلې هغسې نه وې چې تمه یې کیدله.

د مطلب لیکوال وايي له دا ډول پایلو سره سره امریکا افغانستان نه شي پریښودلی، ځکه له دغه هېواد د امریکا په وتلو سره تشه رامنځته کیږي چې وسلوال به یي ژر ډکه کړي.

لیکوال په دې نظر دی چې افغانستان ته داسې یوه د حل لار پکار ده چې له پوځي پلوه د افغانانو اړتیاوې پوره شي او امریکا هم خوندي وي.

همدې ورځپاڼې د افغانستان د وضعیت په اړه له څو پخوانیو دیپلوماتاتو او پوځي چارواکو سره خبرې کړې او د نظرونو نچوړ یې دا ښودل شوی چې په افغانستان کې له جګړې پرته بل واقعي بدیل نشته هغه جګړه چې راتلونکی یې تت ښکاري.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ نوې ستراتیژي کې د امریکايي پوځیانو د شمېر زیاتولو ته اشاره نه ده شوې.

هندۍ ورځپاڼه هندوستان ټایمز لیکي تمه ده چې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس یوه میاشت وروسته یعنې د سپتمبر په ۲۵ نیټه هند ته دوه ورځنی سفر وکړي.

ورځپاڼه د چارواکو په حواله زیاتوي چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي تجهیزاتو او پوځي ټیکنالوجۍ پر راکړه ورکړه خبرې وشي.

هندوستان ټایمز په خپل راپور کې زیاتوي چې له دې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند ته سفر کوي.

ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو خبرو ته هم اشاره کړې چې د خپلې نوې تګلارې د اعلان پرمهال یې له هند وغوښتل چې د افغانستان په قضیه کې ډېر ښکېل شي او د اقتصادي همکاریو له لارې له افغان دولت سره مرسته وکړي.

هندوستان ټایمز زیاتوي هند په اندمان او نیکوبارا جزیرو کې د درې ګونو ځواکونو د ګډې قوماندانۍ د جوړولو په چاره کې چټکوالی غواړي په داسې حال کې چې د ورځپاڼې په وینا چین د سویلي سمندر سیمې د پوځي کولو پر لور چټک ګامونه پورته کوي.

په راپور کې ویل شوي چې هند د ارام سمندر په هواویي ټاپو کې د امریکا په ګډه قوماندانۍ کې ګډون ته هم لیوال دی.

ډان:

د انځور حقوق PM HOUSE
Image caption د پاکستان د ملي امنیت شورا غونډه.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان پر پاکستان د امریکا د تازه فشارونو په اړه یو مطلب خپور کړی، چې وايي د چین او پاکستان ترمنځ د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو ارزښت یو سل او لس ملیارد ډالرو ته رسیږي نو په دې حالت کې پاکستان ولې د امریکا د مرستو د بندیدو له امله اندیښنه وکړي؟

د مطلب لیکواله زیاتوي د امریکا کانګرېس له پاکستان سره د مرستو د کمیدو ملاتړ کوي خو اوس سپينې ماڼۍ هم همدا دریځ خپل کړی.

په مطلب کې ویل شوي اوس چین پاکستان ته مرستې ورکوي او پانګونه کوي او د امریکا په څیر ګوت څنډنې هم نه کوي او تمه ده چې سږ کال چین پاکستان ته څلور ملیارده ډالره ورکړي.

خو د مطلب لیکواله وايي امریکا له پاکستان سره د نهه سوه ملیون ډالره مرستو له پاکستان سره کړکیچنه او نا دوستانه اړیکي پالل غواړي.

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې لیکلي د لومړي ځل لپاره په شمالي قطب کې د تیلو یوه بیړۍ له یخ ماتوونکي پرته او په بې سارې چټکتیا سفر وکړ. ورځپاڼه زیاتوي دا ښيي چې د ځمکې اقلیم څومره بدلون موندلی.