افغان پوځ: جاني خېل ولسوالي مو له طالبانو بېرته ونیوله

ر د انځور حقوق پکتیا رسنیز کلب
Image caption روانه میاشت کې دویم ځل دی چې افغان ځواکونه دا ولسوالي نیسي.

په پکتیا کې ځايي افغان چارواکي وايي، د دغه ولایت جاني خېل ولسوالي یې بېرته له وسلوالو طالبانو ونیوله.

په پکتیا کې د پولیسو ۳۰۳ سپین غر زون قومندان اسدالله شېرزاد په سیمه کې د بي بي سي خبریال احمد شاه ته وویل، تېره شپه افغان ځواکونو د دې ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سیمې بېرته ونیولې.

ولسوالي کې اوس هم امنیتي ګواښ شته، خو افغان ځواکونه هڅه کوي چې چاڼیز عملیات وکړي او دا ګواښ له منځه یوسي".

نوموړي د جمعې شپې په عملیاتو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې په هکله څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې په وروستیو کې د دې ولسوالۍ تېرو عملیاتو کې ۱۳ افغان سرتېري وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي.

* افغان پوځ د جاني خېل ولسوالۍ د نیولو خبره کوي

* افغان پوځ د جاني خېل ولسوالۍ د نیولو خبره کوي

اسدالله شېرزار دا هم وویل چې په تېرو عملیاتو کې تر ۳۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د بي بي سي له خبریال محفوظ ذبیدي سره خبرو کې وویل، چې د جمعې په شپه افغان ځانکړو ځواکونو دا ولسوالي ونیوله.

"د شپې دوو بچو شاوخوا کې افغان ځانګړو ځواکونو جاني خېل مربوطاتو کې عملیات کړي او دا ولسوالي یې له مخالفنیو نیولې ده، ولسوالي اوس د افغان ځواکونو په لاس کې ده".

د هغه په خبره، د ځانګړو پولیسو قطعې او کمانډو ځواکونو دا عملیات کړي دي.

نوموړي په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې په هکله څه ونه ویل.

د جاني خېل لاس په لاس کېدل

د انځور حقوق پکتیا رسنیز مرکز
Image caption افغان ځواکونه جاني خېل ولسوالي کې.

جاني خېل ولسوالي چې له ډیورنډ کرښې سره پرته ده، له یوې میاشتې راهیسې دوه ځلې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوه.

په دې بهیر کې ځايي خلک هم زیانمن شوي او ډېرې کورنۍ خوست یا ور څېرمه ولسوالیو ته کوچېدلې دي.

وسلوالو طالبانو ټیک میاشت مخکې( د جولای پر ۲۵) دا ولسوالی ونیوله.

افغان ځواکونو د اګسټ پر څلورمه د دې ولسوالۍ د نیولو خبره وکړه، خو څو ورځې وروسته بیا د طالبانو لاس ته ورغله.

ورته مطالب