عطا‌ءمحمد نور ارګ د ده پر وړاندې په توطیه تورن کړ

عطا د انځور حقوق FB
Image caption ښاغلي نور مرکزي حکومت ته اخطار ورکړ او ویې ویل، دی له دې چې د ده په وینا "د خلکو ملاتړ لري" کولی شي د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د بلخ والي عطاء محمد نور نن یکشبنه (د وږي ۵) د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر پلویانو ته په وینا کې د ارګ یو شمېر چارواکي د ده پر وړاندې په توطیې تورن کړل او ویې ننګول. ده د اصف مومند د غوږ د څنډې غوڅول د بل چا کار وباله.

د بلخ د ولایتي شورا غړي آصف مومند څه موده وړاندې تور پورې کړ چې د مزار شریف هوايي ډګر ته په رسېدو د والي عطا‌ءمحمد نور کسانو له خوا ونیول شو او د وهلو ډبولو په ترڅ کې د عطاءمحمد نور زوی د ده د غوږ څنډې په غاښو غوڅې کړې.

ښاغلي نور تور پورې کړ چې دا ټوله خبره د ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي امنیت شورا له خوا د ده پر ضد د توطیې یوه برخه ده. ده ولسمشر اشرف غني تورن کړ چې د ده پر ضد دسیسې جوړوي.

ده وویل، ارګ د اصف مومند د قضیې په شان قضیو په رامنځته کولو غواړي دی او د ده په ډول کسان ګوښي کړي.

ښاغلي نور مرکزي حکومت ته اخطار ورکړ او ویې ویل، دی له دې چې د ده په وینا "د خلکو ملاتړ لري" کولی شي د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د انځور حقوق fb
Image caption له خوشې کېدو وروسته په خبري ناسته کې چې د ښاغلي مومند سر په بنداژ تړلی و او د غوږ څنډې یې وینې وې وویل:"د استادعطاء زوی زما پر غوږ خوله ولګوله."

ښاغلي نور خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل:"پر موږ نه بهرنۍ توطیې کار کوي، نه هم د ارګ او امنیت شورا او نورو توطیې. زه ستاسو پر ټولو توطیو پوهېږم او ستاسو ټوله وړتیا هم راته مالومه ده. خبرې مو هم راته مالومې دي. ستاسو شخصي وړتیاوې هم مالومې دي."

د بلخ والي حکومت ته په اشاره هغه خلک وننګول چې ګواکې د ده پر وړاندې "توطیه"کوي او ویې ویل:"موږ د خلکو په منځ کې یو او د خلکو له څپو سره حرکت کوو. پر موږ د هیچا زور نه رسیږي."

خو د ولسمشر ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، ښاغلی عطا‌ءمحمد نور د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره اسناد نه لري نو ځکه ارګ یې هم پر وړاندې غبرګون نه لري.

د بلخ د ولایتي شورا غړي اصف مومند د نیولو څرنګوالي معلومولو په اړه د ټاکل شوي پلاوي یوه غړي څو ورځې مخکې بي بي سي ته ویلي وه چې د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې ښاغلی مومند د والي عطا محمد نور کور ته سالم او روغ رسول شوی خو بیا چې کله ملي امنیت ته سپارل شوی د وهلو او ټکولو نښې پرې لیدل شوې دي.

دغه پلاوی وايي چې پلټنې یې اوس بشپړې شوې دي او وروستی ریپوټ یې ولسمشر ته ورسپارلی دی.

اړونده مطالب