د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې موټر بم ۱۳ کسان ووژل

د انځور حقوق Abdullaziz Safdari
Image caption د هلمند د تېرې چهارشنبې ورځې برید چې پنځه کسان پکې ووژل شول او تر ۴۰ ټپیان شول.

د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د دوشنبې په شپه ناوخته د افغان امنیتي ځواکونو پر کاروان موټر بم برید شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، چې په دغه برید کې ۱۳ پوځیان او ولسي وګړي وژل شوي او ۱۹ ولسي وګړي او پوځیان ټپي شوي دي.

"موټر بم شوی، له بازار سره نږدې یې د امنیتي ځواکونو له ټانک سره یې جنګولی ولسي وګړي هم هلته وو، کله چې موټر بم کېږي ۱۹ ملکي او نظامي کسان ټپاین او ۱۳ ملکي او نظامي کسان شهیدان کېږي".

* ولسمشر غني هلمند ته تللی

* هلمند جوړ کولر؛ چې بهر کې هم مینه وال لري

ټپیان د هلمند مرکز لښکرګا ښا رته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

ځو ورځې مخکې هم د هلمند مرکز لښکرګا کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید شوی و.

دا برید په داسې مهال دی چې افغان ځواکونو څو ورځې وړاندې وویل ناوه یې بشپړه له وسلوالو نیولې ده او اوس په دغه سیمه کې چاڼیز عملیات روان وي.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي، دا برید دوی کړی، چې "پکې ۱۹ افغان کمانډو" سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځايي چارواکي وايي، په ناوه ولسوالۍ کې د پولیسو شمېر ډېروي.

یوه میاشت وړاندې افغان ځواکونو د د ناوې ولسوالي مرکز ونیو.

په سیمه کې ځايي چارواکي وايي، په ناوه کې د ښه امنیت لپاره امنیتي کمربندونه جوړوي او د پولیسو تشکیل هم زیاتوي.

دا د افغان پوځ لاس ته د ناوې تر ورتللو وروسته اول برید دی چې تر سره کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب