د کابل جوماتونو او تکیه خانو امنیت لپاره نوي تدبیرونه

امنیت د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د حج او اوقاف وزارت چارواکي وايي د عبادت ځایونو د امنیت ساتنې به موخه یې یوه طرح جوړه کړې او د تصویب لپاره يې ملي امنیت شورا ته لېږلې ده.

د کابل ګارنیزیون مشر وايي د اختر او محرم په ورځو کې د جوماتونو او تکیه خانو امنیت ساتلو ته اندېښمن دي، خو وايي دغو اندېښنو ته په کتو سره امنیتي تدابیر هم په پام کې نیول کېږي.

د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې پر جوماتونو او تکیه خانو ترهګریز بریدونو، په وروستیو کې افغانان وېرولي دي.

دغو بریدونو امنیتي چارواکي هم اندېښمن کړي او د مخنیوی پرلارو چارو یې لګیا دي.

د کابل د پولیسو ګارنیزیون مشر افضل امان له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د اختر په شپو او ورځو او هم په محرم میاشت کې د جوماتونو او تکیه خانو امنیت ساتنې په موخه یې یو لړ امنیتي تدابیر نیولي دي.

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت چارواکي وايي د عبادت ځایونو د امنیت ساتنې به موخه یې یوه طرح جوړه کړې او د تصویب لپاره يې ملي امنیت شورا ته لېږلې ده.

د حج وزارت مرستیال وزیر داعی الحق عابد وايي، د دغې طرحې له مخې به رضاکاران د امنیتي ځواکونو سره یو ځای د جوماتونو، او تکیه خانو امنیت په ساتلو کې ونډه اخلي.

د انځور حقوق Getty Images

دا طرحه په داسې حال کې وړاندې کېږي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې پر مسجدونو او تکیه خانو ترهګریز بریدونه ډېر شوي دي.

وروستۍ بېلګه یې د کابل په امام زمان جومات برید دی چې د امنیتي چارواکو په وینا ۲۸ کسان یې مړه او ۵۰ یې ټپیان کړل.

په کابل کې د زینبیه جومات امنیتي ساتونکی وايي د امام زمان پر جومات تر ورورستي برید، وروسته خلک د عبادت ځایونو د امنیت په اړه ډېر اندېښمن شوي دي.

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت په خبره په افغانستان کې ۱۶۰ زره جوماتونه شته چې یوازې ۵۰ زره یې له دغه وزارت سره ثبت دي.

که څه هم تر اوسه د حج او اوقاف وزارت له خوا وړاندې شوې طرحه نه ده تصویب شوې خو اوس هم د کورنیو چاور وزارت له خوا ګومارل شوي پولیس د کابل ښار په یو شمېر جوماتونو کې د عبادت کوونکو امنیت ساتلو هڅه کوي.

د حج او اوقاف وزارت په وینا رضاکارو ساتونکو ته به د کورنیو چارو وزارت له خوا روزنه او وسلې ورکول کېږي خو تنخوا به یې د سیمې خلک ور کوي.

اړونده مطالب