کابل ښار کې چاودنې څلور کسان ووژل او ۳ یې ټپیان کړل

د انځور حقوق Sadia Tajali

د کورنیو چارو د وزارت وايي، په کابل کې د ځانمرګي برید له امله څلور کسان وژل شوي او درې ټپیان دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې دا برید نږدې لس بجې په نهمه حوزه کې له کابل بانک سره نږدې وشو.

د کابل روغتونونو مشر سلیم رسولي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د دې چاودنې له ځای یو مړی او اته ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په سیمه کې خلک وايي، اول د ډزو غږونه واورېدل شول او وروسته چاودنه وشوه.

تراوسه معلومه نه ده چې دا ځانمرګی برید و او که څو بریدګرو پکې برخه درلوده.

امنیتي ځواکونو د پېښې ځای کلابند کړی او یو عیني شاهد وايي، امنیتي ځواکونو یو کس له نیولو وروسته موټر ته وخېږاوه.

د پېښې ځای د امریکا سفارت او د افغانستان سترې محکمې ته نږدې دی.

پخوا هم پر کابل بانک بریدونه شوي دي.

تراوسه څو ځلې وسلوالو کابل بانک په نښه کړی دی، ځکه دا بانک د افغان ځواکونو تنخا ور کولو تړون لري.

د زمري په لومړۍ نېټه هم د افغانستان وېل کې د کابل بانک پر څانګه برید شوی و چې له امله یې ۳۴ کسان ووژل شول او ۵۸ نور ټپیان شول.