یو نوي سلنه افغان ماشومان له روحي یا فزیکي زور زیاتي ځوریږي

ماشومان د انځور حقوق .
Image caption د دغه رپوټ چمتو کولو لپاره د پلازمېنې کابل په ګډون ننګرهار، بلخ، سرپل او جوزجان ولایتونو کې له ۱۰۰۰ ډېرو ماشومانو سره مرکې شوې دي.

یوه نړیوال مرکز ویلي، له ۱۰۰ نه ۹۱ افغان ماشومان د ټولنې یا کورنیو له لوري له یو نه یو ډول فزیکي یا روحي زور زیاتي سره مخامخ دي.

سیف د چلډرن نومې نړیوالې ادارې ویلي دي، نژدې ۵۱ سلنه افغان ماشومان په کورونو کې له روحي زور زیاتي ځوریږي، چې په خبره یې پر ماشومانو چیغې وهل، کنځل یې، د والدینو د بدمرغۍ لامل بلل، له کوره شړل او یا د خوشي کولو ګواښونه په دغو ځورونو کې شامل دي.

د دغه رپوټ چمتو کولو لپاره د پلازمېنې کابل په ګډون ننګرهار، بلخ، سرپل او جوزجان ولایتونو کې له ۱۰۰۰ ډېرو ماشومانو سره مرکې شوې دي. دغو مرکو کې ۱۱ سلنه ماشومانو ویلي چې نامناسب یا لوڅ تصویرونه پرې کتل شوي دي.

غزني: پاکستان ته قاچاقېدونکي ماشومان ژغورل شوي

سلګونه زره افغان ماشومان لا هم په سختو کارونو کې

خپل ماشوم څنګه زده کړې ته هڅولی شئ؟

مینه د ماشومانو په ذهني وده کې مرسته کوي

اووه سلنه ماشومانو ویلي، چې د لویانو د بدن حساسو برخو لیدو ته اړ کړل شوي دي او یا لویانو د دوی د بدن حساسو برخو ته کتلي دي. نژدې ۵ سلنه مرکه کونکو ماشومانو دا هم ویلي، چې جنسي اړیکو ته اړایستل شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ مرکز سلاکار صفي الله امر خېل له ماشومانو سره جنسي زور زیاتی د دغه رپوټ تر ټولو بوږنوونکې برخه بللې ده.

د نوموړي په وینا د نامناسبو فلمونو لیدو ته د ماشومانو اړ ایستل، د هغوی د بدن حساسو برخو ته کتل د هغوی د جنسي ځورونې لپاره لار هواروي. ښاغلی امرخیل وايي، دغه ډول پېښو کې ډېر مهال بیوزله ماشومانو ته زیان رسېږي.

هغو ماشومانو چې دغه ارزونه کې یې برخه لرله، ویلي، چې ډېری مهال پلرونو، خپلوانو، زورواکو، پولیسو، وسله والو، روحانیونو او د ټولنې یو شمېر نورو کسانو له جنسي پلوه ځورولي دي.

ماشومانو دا هم ویلي، چې د مور، پلار، نژدې خپلوانو، د ښوونځي یا ټولګي مشرانو او صفا کارانو وهلي ټکولي دي، تر ستوني یې نیولي او ان سوځلي یې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارزونه کې معلومه شوې، چې د ښاري ماشومانو پرتله کلیوال ماشومان له زور زیاتي ډېر ځورېدلي دي

ارزونه کې ماشومانو ویلي، چې د مور پلار له لوري نه پاملرنې، د مناسبو خوړو، کالیو او درملو نشتوالي او ناروغیو هم ځورولي دي.

د ارزونې ګډونوالو ماشومانو ویلي، کله چې دوی مېندې، پلرونه شي له خپلو اولادونو سره به هېڅکله داسې چلند و نه کړي، چې دوی سره شوی دی.

ارزونه کې معلومه شوې، چې د ښاري ماشومانو پرتله کلیوال ماشومان له زور زیاتي ډېر ځورېدلي دي.

ورته مطالب