ښځې او مېړه د ماشوم ترلاسه کولو لپاره یوه میندواره مېرمن وژلې

ر د انځور حقوق Courtesy Fargo Police Department

د امریکا په داکوتای ایالت کې پولیسو یوه ښځه او مېړه په دې تور نیولي چې یوه میندواره مېرمن یې د هغې د بچي تر لاسه کولو لپاره وژلې ده.

وژل شوې مېرمن ساوانا لافونتین ګرېوینډ نومېږي، ۲۲ کلنه ده او د روانې میاشتې په ۱۹مه په داسې حال کې چې د ۸ میاشتو میندواره وه، نادرکه شوې وه.

پولیس وايي، د هغې مړی یې تر نادرکه کېدو څو ورځې وروسته د سیند په اوبو کې موندلی دی.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، د اغلې ګرېوینډ مړی په پلاستیکونو کې پېچل شوی چې د تېرې یکشنبې په ورځ د یوې کښتۍ چلوونکي له خوا موندل شوی دی.

د فارګو ښارګوټي پولیسو د هغې د وژنې د لامل معلومولو لټه کوي چې په تور یې ۳۲ کلنه (بروک کروز) او د هغې مېړه ۳۸ کلن (ویلیام هون) نیولي دي.

دغه ښځه او مېړه د هغه ماشوم له امله تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي چې د ګرېوینډ له نادرکه کېدو سره سم، د دوی په کور کې لیدل شوی دی.

ګرېوینډ مخکې له دې چې نادرکه شي، د دغو کسانو کورته هم ورغلې ده.

که څه هم تر اوسه د ماشوم د (ډي این ای) پایلې نه دي راوتلي، خو پولیس په غالب ګومان وايي، ماشوم د وژل شوې ښځې له خېټې اېستل شوی دی.

د انځور حقوق Courtesy Fargo Police Department
Image caption بروک کروز

په لومړنیو پلټنو کې مېرمن کروز ویلي، ګرېوینډ یې د دې لپاره کور ته ور وغوښتې وه، چې د زېږون په اړه ځینې لارښوونې ورته وکړي.

وروسته یې بیا پولیسو ته وویل، ګرېوینډ ته تر سلا مشورو ور کولو ټیک دوه ورځې وروسته هغې بیا دروازه را وټکوله او دغه ماشوم یې زما غېږ کې را واچاوه.

هغې د پولیسو ته په سپارلې وینا پاڼه کې منلې چې د ماشوم د تر لاسه کولو لپاره یې د اغلې ګرېوینډ د تېرایستلو او یرغمل کولو پلان درلود.

د (بروک کروز) مېړه (ویلیام هوهن) پولیسو ته ویلي، یوه ورځ چې کورته راغی، ګوري چې مېرمن یې له دستشوی او تشناب څخه وینې پاکوي.

هغه زیاته کړې، وروسته مې مېرمنې یو ماشوم را ښکاره کړ او راته یې وویل: "موږ اوس ماشوم لرو، موږ اوس یوه کورنۍ یوو."

ښاغلي هوهن ويلي، په وینو ککړ کالي او څپلۍ یې هم لیدلي چې مېرمنې پر ډېران غورځولي دي. Courtesy Fargo Police Department

لومړنیو پلټنو کې د اغلې ګرېوینډ پر بدن ټپونه هم لیدل شوي، خو تر اوسه د هغې له خېټې د ماشوم ایستلو لاره ګودر نه دي روښانه شوي دي.

د اغلې ګرېوینډ کوژدن او د ماشوم پلار (اشتون متني) وايي، د ماشوم د (ډي این ای) ټېښت له پایلو ليدلو منع کړل شوی دی.

نوموړي ویلي، هغوی ځکه داسې کوي چې پوهېږي دا هلک زما زوی دی. زه په ډاډ درته ویلي شم، که ماشوم پر ما وویني، پوهېږم چې اصلاً د چا زوی دی. زما ټوله دنیا یې له ما واخیسته.

هغه زیاته کړې، زما پر زوی یې د (هیسلي) نوم هم ایښی دی.