حکمتیار: جنګ غوښتونکو خپل منطق له لاسه ورکړی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حکمتیار: جنګ غوښتونکو خپل منطق له لاسه ورکړی

له ګلبدین حکمتیار سره د بي بي سي پښتو تلویزیون مرکه، د اسلامي ګوند مشر وايي هیله من دی چې ټول د سولې شعار ورکړي.

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي د ولسمشر ټرمپ په تګلارو کې نوې خبرې وې او د سولې لپاره یې ور پرانیست.خو بیا هم وايي چې د امریکا افغان تګلاره باید لا نوره واضح شي.

له هغه راهیسې چې له افغان حکومت سره جوړ جاړي ته رسېدلی ، په خپله لومړنۍ مرکه کې ، ښاغلي حکمتیار بي بي سي پښتو تلویزیون ته وویل چې ټولې غاړې باید د سولې شعار ورکړي.

له اسماعیل سعادت سره په مرکه کې ښاغلي حکمتیار وویل جنګ غوښتونکو خپل منطق له لاسه ورکړی.