هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو لامل څه دی؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هرات پېښه: هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو لامل څه دی؟

افغان چارواکي وايي، په هرات ولایت کې د دوشنبې ورځې برید پلټي.

ډېری په دې باور دي چې په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو لامل د افغان او نړیوالو هوايي ځواکونو ترمنځ نه همغږي ده.

سره له دې چې افغان حکومت په بیا بیا ويلي چې په دې برخه کې کار کوي او بریالي شوي دي.

په کابل کې آریا احمدزۍ له پخواني پوځي جنرال زلمي وردګ، سره مرکه کړې او په سر کې یې د اوسني برید پر پایلو پوښتلی دی