په افغانستان کې اته نه؛ یوولس زره امریکايي ځواکونه شته

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر کې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو شمېر ۸۴۰۰ ښودل کېده

افغانستان ته د لېږل شویو سرتېرو شمېره تر هغه لوړه ده، چې اټکل یې کېده، پنټاګون منلې چې دمګړۍ تر ۱۱ زرو پورې امریکايي سرتېري په افغانستان کې موجود دي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو شمېره د ۸ زره او ۴ سوو په شاوخوا کې ښودل شوی و.

امریکايي چارواکي وايي په یاد شمېر سرتېرو کې یې عادي، ځانګړي، پټ او لنډمهالي هغه شامل دي.

په ورته وخت کې د امریکا د ګډو ځواکونو د مرکز د جلب او جذب د برخې مشر ډګروال مک‌کنزي ویلي، د ځواکونو د کره شمېرې له پرډاګه کولو موخه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر په اړه د ابهاماتو د لیرې کولو هڅه ده.

خو پنټاګون په عراق او سوریه کې د خپلو سرتېرو د شمېر بېخي یادونه ونه کړه.

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا دفاع وزیر جیمز مېټیس وړاندې په جنګي سیمو کې د مېشتو امریکايي سرتېرو د راپور ور کولو له بڼې ناخوښي ښودلې وه.

نوموړي ویلي وو، افغانستان د ته نورو سرتېرو د لېږلو چاره به تر هغه وځنډوي چې په دغه هېواد کې د مېشتو امریکايي ځواکونو کره شمېره معلومه کړي.

تېره اونۍ چې د امریکا ولسمشر د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه، د افغانستان طالبانو یې په غبرګون کې وویل، افغانستان به د امریکايي ځواکونو په هدیره بدل کړي.

ورته مطالب