"د شينډنډ غميزې نور د زغملو نه دي"

Image caption هرات کې یوشمېر مدني فعالانو چی د شینډنډ یوشمېر مخورو هم په کې ګډون کړی وو، د بخت آباد پر کلي د بمبارۍ پېښه وغندله

هرات کې یوشمېر مدني فعالانو چی د شینډنډ یوشمېر مخورو هم په کې ګډون کړی وو، د بخت آباد پر کلي د بمبارۍ پېښه وغندله. د هرات د زېرکوه ولسوالۍ په دغه کلي کې درې ورځې وړاندې، د طالبانو پر ضد هوایي برید په پايله کې له ۱۳ تر ١٩ ملکي وگړو د وژنې په اړه رپوټونه خپاره شول.

شیرآغا شینډنډوال په دې خبري ناسته کې وویل، نور باید د دغه ډول غمیزو مخنيوی وشي.

نوموړى وايي " له سیاسیونو مو هیله دا ده چې د خدای په پار خپلې سیاسي لوبې د شینډنډیانو پر سر بس کړي. که امریکا ده، که افغان هوایي ځواک دی، یوه ستنه په ماهرانه ډول په ځمکه ویني او ویشتلی یې شي خو تاسو وینئ چې له بده مرغه ١٩ ښځی او ماشومان شهیدان کېږي. دا انسانان نه دي؟ که حقوق بشر لرو، حقوق بشر یوازې د څو ولایتونو لپاره دي؟"

پرون په لوګر کې د يو لړ پوځي عملياتو په ترڅ کې هم څه باندې ١١ ملکي وگړي ووژل شول او او ١٢ تنه نور ټپيان شوي دي.

افغان چارواکي وايي د دغو عملیاتو موخه د کابل دروازو ته د مخالفینو د نژدې کېدو مخنيوی دی.

ناټو نن ویلي چې په دې اړه پلټنې کوي.

ناټو: طالبان خبرو ته له کېناستو پرته بله لار نه لري

امریکايي ځواکونه: ننګرهار کې یې ولسي وګړي نه دي په نښه کړي

ناټو د افغان هوايي ځواکونو پیاوړي کولو ته ډېر پام غواړي

په افغانستان کی د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند جرېد آکی وایی:

"افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه د لوګر مرکز پل علم کې له شوې پرونۍ پېښې خبر دي . په دې پېښه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې احتمال هم شته. رسمي څیړنې پيل شوي. امریکایی ځواکونه د ملکی مرګ ژوبلی راپورونه جدي نیسي. نور معلومات به په مناسب وخت کی خپاره کړو."

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان جان نېکولسن ویلي، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به طالبان له هغو سیمو په شا کړي چې اوس د دوی تر ولکې لاندې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جان نېکولسن وايي راتلونکو دوو کلونو کې به د افغان ځواکونو د ولکې سيمه پراخه شي

داسې ښکاري چې د طالبانو بریدونو او عملیاتو په سختیدو او زیاتېدو سره افغان او امریکایي ځواکونه هم پدې ورستیو کې سخت غبرګون ښيي. د افغانستان دفاع وزارت په ۱۴ ولایتونو کې د تودې جګړې خبره کوي، داسې جګړې چی په کې پر ښکېلو غاړو سربېره ملکي کسان هم ځپل کیږي

ورته مطالب