د الوتکې پیلوټ انکار وکړ، شړل کېدونکی افغان برتانیا کې پاتې شو

د انځور حقوق .
Image caption صمیم بېګزاد د فرانسې کالې کمپ کې له څه مودې تېرولو وروسته برتانیا ته رسېدلی و

یو افغان پناه غوښتونکی چې برتانیا کې یې غوښتنلیک رد شوی و او ټاکل شوې وه، خپل هېواد ته واستول شي، له هغه ورورسته بېرته برتانیا کې پاتې شو، چې د الوتکې پیلوټ له الوته انکار وکړ.

کډوال صمیم بیګزاد دوه کاله مخکې برتانیا ته له ناقانونه لارې رسېدلی و. د نوموړي د پلار د پناه غوښتنه له مخکې برتانیا کې منل شوې ده او له لسو کلونو راهیسې برتانیا کې ژوند کوي.

د لندن هېتهرو هوايي ډګر کې ښاغلی بېګزاد په بدحالۍ کې الوتکې ته ورسېد او د ترکیې هوايي شرکت پیلوټ د الوتکې له الوځولو انکار وکړ.

نوموړی بېرته د کډوالو ساتنې یوه مرکز ته استول شوی دی.

'برتانیا د کالې ځنګل کم عمره کډوال نه مني'

د بخښنې سازمان: اروپايي ټولنه باید وشرمېږي

صربیا افغان پیکاسو ته د تابعیت ور کولو وړاندیز وکړ

ښاغلی بېګزاد د فرانسې له لارې برتانیا ته رسېدلی و او ادعا کوي، چې افغانستان کې یې ژوند د طالبانو له لاسه له خطر سره مخامخ دی. هغه ویلي، که افغانستان ته ستون شي، له امریکایانو سره د همکارۍ په تور به ووژل شي.

تېره میاشت د نوموړي پناه غوښتنه رد شوه او پولیسو هغه مهال نیولی و. ویل کېږي د الوتکې پیلوټ د ښاغلي بېګزاد له لیدو وروسته ویلي و:

''د یو چا ژوند له خطر سره مخامخ دی، زه نه غواړم الوت وکړم. ''

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption د ترکیې هوايي شرکت پیلوټ د افغان کډوال له لېږدولو انکار کړی

د اروپا قوانین پیلوټانو ته اجازه ورکوي، چې که 'لازمه ' بولي کولای شي له الوته انکار وکړي.

بل لور ته د برتانیا کډوالۍ تنظیم ادارې یوه ویاند ویلي، د ښاغلي بېګزاد قضیه کې( عادلانه پرېکړه) شوې ده او دغه پرېکړه له بشري حقونو سره ټکر کې نه ده. د نوموړي په وینا:

''یوازې هغه مهال کډوال له هېواده ایستل کېږي، چې د کډوالۍ اداره او محکمه دواړه د دغې چارې پر خوندیتوب باوري شي ''

ورته مطالب